1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران دفاع وزارت اړوند يوه زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د جمعې ورځې په سهار د اېران د دفاع وزارت اړوند د موټرو د بيطريو په زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. پېښه پلازمينه تهران ته څېرمه رامنځ ته شوې او چارواکو ويلي چې ځاني تلفات نه لري.

https://p.dw.com/p/4WgWl
Iran | Brand in Teheran
انځور: farsnews

رپوټونه وايي د جمعې په ورځ وختي دایران پلازمينه تهران د شمال شرقي سیمې اوسیدونکو د یوې اورلګېدنې له کبله په آسمان کې غلیظ لوګي وليدل. یو ساعت وروسته ېې د ایران دفاع وزارت وويل چې دغه اورلګيدنه د تهران په نوبنیاد سیمه کې د «موټرو د بيطرۍ جوړولو فابرېکې د پلاستيکو په ېوه زېرمه کې رامنځ ته شوې ده.» یاد وزارت زیاته کړې چې دغه زيرمه د انرژۍ د پراختیا منابعو «توان» سازمان پورې اړوند ده.

یاد سازمان بیا د ایران دفاع وزارت پورې تړلی دی.

د ایران د اور وژنې ادارې هم پېښه تائيد کړې ده. د دغې ادارې ویاند وويل: «د سهار شاوخوا یوه بجه د نوبنیاد له ميدان څخه وروسته د شهيد صدر لويې لارې په محدوده کې د اورلګېدنې يوه پېښه رامنځ ته شوه... چې بیا د اور وژنې پنځه دستګاوې د پېښې ځای ته واستول شوې.» 

هغه وويل چې دغه زیرمه دوه زره متره مربع مساحت لري چې په ځينو برخو کې ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې لمبې ېې د زيرمې نورو برخو ته د خپرېدو په حال کې ده.

خو ویاند زیاته کړه چې د اور وژنې عملیات ادامه لري او اور په کنټرول کې راوستل شوی دی. هغه وويل چې دغه پېښه ځاني تلفات نه لري.

ویاند په دغه اورلګېدنې کې د احتمالي اوښتو زیانونه په هکله څه ونه ویل. د ایران دفاع وزارت له ډېر پخوا په دغه هېواد کې د پوځي موټرو د ټایونو جوړولو تر ټولو لویه او تر ټولو زرړه فابریکه لري. په وروستیو کلونو کې د ایران پوځ پورې اړوندو صنعتي سیمو کې د پيښو رامنځ ته کېدل ډېر شوي دي.

ایران په اګست میاشت کې پر اسرائيل تور ولګاوه چې د دوی د بالستيک توغوندیو پروګرام د سبوتاژ کولو په هڅه کې دی. ایران ويلي وو چې اسرائيل غواړي مخکې له دې چې ایران دغه توغندي وآزمايي او یا ورڅخه استفاده وکړي، د بهرنیو قطعاتو په ذریعه هغو ته زیان واړوي او یا ېې له منځه یوسي.

په ۲۰۲۲م کال کې د تهران په شرق کې د پرچين په نوم یوه پوځي او د وسلو د پراختیا اډه کې چاودنه رامنځ ته شوه چې یو انجنیر په کې ووژل شو او یو بل ټپی شو.

 (AP)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل