1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« تش په نامه اسلامي محتسبان زموږ دين بدناموي»

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۱۶, یکشنبه

د آلمان د اوپرتال په ښار کې د «اسلامي محتسبانو» په نامه د ځینو ردیکالو اسلام پالو فعالیت د آلمان د سیاستوالو او اتحادیوغبرگون راپارولی دی. د مسلمانانو مرکزي شورا وایي چې دغه ډله د آلمان له مسلمانانواستازیتوب نه کوي.

https://p.dw.com/p/1D8Nk
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزی شورا رئیس، ایمان مازیک «تاگزیشپیگل ام زونتگ» نومې ورځپاڼې ته په اوپرتال کې د «اسلامي محتسبانو» په نامه ډلې ته په اشارې سره وویل: « دغه یو څو تنه ځوانان زمونږ څخه استازیتوب نه شي کولای.» مازیک زیاته کړه: « دغه کسان په حقیقت کې زمونږ د دین له هدف او روح څخه پردي دي.» د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر وویل چې هغوی له خپلو دغو «نارو سورو او بې معنی عمل سره» په مسلمانانو باندی ملنډې وهي.

د آلمان د نارد راین ویستفالن په ښار «اوپرتال» کې یو شمیر تند لارې اسلام پالان چې نارنجي رنگ واسکټونه یې اغوستي ول، په عام محضر کې راښکاره شوي او د « شريعت پوليس» يا«اسلامي محتسبانو» په نامه یې د شپې له مخې په گزمو لاس پورې کړی دی. هغوی په دغه ښار کې د «منع کولو» ژیر رنگه لوحو له درلودلو سره د «شریعت تر کنترول لاندې حوزې» د جوړولو ادعا کړې ده. هغوی په یوې تبلیغاتي پاڼې کې لیکلي دي چې «د اسلامې قوانینو له مخې الکهول، موسیقي، لاتري، قمار، بربنډ انساني انځورونه، سگرت او نور نشه یي توکي حرام دي.»


په آلمان کې موازي قضا وجود نه لري

د آلمان د عدلیی وزیر، هایکو ماس «بیلد ام زونتگ» ورځپانې ته وویل: «د قانون او حقوقو پلي کیدل یواځي د دولت مسوولیت دی.» ماس وویل: « دا باید روښانه او څرگنده وي چی مونږ موازي قضا زغملای نه شو.» دغسې یادونې د آلمان د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال د اتحاد د پارلماني استازو مشر، فولکر کاودر هم وکړې. هغه « ولت ام زونتگ» ورځپانې ته وویل: « مونږ باید د دغه په اصطلاح اسلامي محتسبانو د ډلې د منع کولو په هکله غور وکړو.» هغه وویل: « که چیري په دې برخه کې کوم قانوني بنسټ ونه لرو، باید رامنځ ته یې کړو.» په راین لند ویستفالن کې د نوموړو واسکټونو اغوستل لا مخکې منع شوي دي او عاملین یې د سزا وړ دي.

په اوپرتال کې سمدلاسه د یولس هغو نارینه کسانو پر ضد یوه دعوا وړاندې شوې ده چې د ټولنو د جوړولو د قانون په ضد په عمل تورن سوي دي. دغه اسلام پالونکي چې د ۱۹ تر ۳۳ کلونو پورې عمرونه لري، سمدلاسه نیول شوي نه دي.

له ډيرې مودې را په دې خوا د آلمان کورني استخبارات « فرفسونگ شوتڅ» په دې هیواد کې د اسلام پالونکو د زور زیاتیو څخه خبرداری ورکړی دی. په خاصه توگه د عراق او سورېې له جگړې څخه د بیرته ستانه شوو جنگیالیو څخه د خطر احساس کیږي چي د جگړې تجربه یې پیدا کړې او د زور زیاتي لپاره چمتو دي. د نوموړې ادارې د وینا له مخې له آلمان څخه په سلهاو جهادیستان د «اسلامي دولت» نومې ډلې سره یو ځای شوي دي.