1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو په ګډون اروپا ته د ۲۷۶ مهاجرو د قاچاق مخنیوی شوی

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

ترکي چارواکو د سه شنبې په ورځ په يوه کښتۍ کې اروپا ته د ۲۷۶ مهاجرو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکړ. په دغو مهاجرو کې افغانان او ايرانيان هم شامل دي او پوليسو د هغو د قاچاق په تور اته کسان نيولي دي.

https://p.dw.com/p/3euRV
Migranten an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

د اناتولي رسمي خبري آژانس زياتوي چې پوليس او ساحلي ساتونکي د سه شنبې په ورځ د کشفي معلومات د ترلاسه کولو وروسته لاس په کار شول او د ازمير ساحلي ښار ته نژدې، په نارليدره بندر کې يې پر ېوې کښتۍ عملیات وکړل. په دې ترتيب د ترکيي پولیس وتوانیدل چې د اروپا پر لور د دغې کښتۍ تر حرکت کولو د مخه، د دغو مهاجرو د قاچاق مخه ونيسي.

په رپوټ کې زياته شوې ده، چې په دغه کښتۍ کې د ۴۶ ښځو او ۵۹ ماشومانو په ګډون، ۲۷۶ تنه سپاره ول او د اروپا پر لور حرکت ته چمتو کړل شوې ول. په رپوټ کې همدارنګه ويل شوې چې دغه مهاجر د افغانستان، بنګله ديش، سوريې، سوماليا او ايران دي.

ترکيه چې اوسمهال د شاوخوا ۳ اعشاريه ۷ ميلیونه سوريايي مهاجرو کوربه توب کوي، د هغو مهاجرو له پاره يو ترانزيت هیواد دی چې غواړي له ترکيې څخه د سمندر له لارې ځانونه د يونان ټاپوګانو او بيا له هغه ځايه اروپايي اتحاديې ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې په ختيځ کې د مهاجرو د يوې کښتۍ تر ډوبيدو وروسته د لټون عملیات اوس هم ادامه لري. دغه کښتۍ د جون مياشتې پر ۲۷ د ترکيې د وان ښار په سيند کې ډوبه شوې وه. چارواکو تر اوسه ۱۱ جسدونه موندلي او داسې باور دی چې په دغه کښتۍ کې شاوخوا ۶۰ تنه سپاره ول. د پيښې په تړاو پنځه کسان د انساني قاچاق په تور نيولی شوي دی.

af/pa/mks/nz (ap, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: