1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: که پر قطر برید بند نه سي جنوبي پارس به نابود کړو

گل غوټۍ پوپل | فارسي خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې هغه او هیواد یې له دې مخکې خبر نه وو چې د ایران د پارس جنوبي ګازي میدان باندې برید اسرائیل کړی. ټرمپ همدا راز له ایران وغوښتل چې پر قطر بریدونه ودروي که نه، نو جنوبي پارس به له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/5Aflu
ترمپ په واشنگټن ډي سي کې د وینا پر مهال
ترمپ گواښ کړی چې که پر قطر باندې د ایران بریدونه ونه درول سي، امریکا به دغه ډگر "په پراخه کچه" په نښه کړي.انځور: Aaron Schwartz/Consolidated News Photos/picture alliance

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ گواښ کړی دی، چې که پر قطر باندې د ایران بریدونه ونه درول سي، امریکا به دغه ډگر "په پراخه کچه" په نښه کړي.

هغه ادعا وکړه چې د اسرائیلو په عملیاتو کې "د دغه میدان پر یوې کوچنۍ برخې" برید ترسره سوی او ایران چې د نوموړي برید په هکله یې کافي معلومات نه درلودل، په "غیرعادلانه ډول" یې د قطر د مایع گازو تاسیسات په نښه کړي دي.

اړونده موضوع: ترمپ: د ایران جنګ د پای له پاره کومې هوکړې ته چمتو نه یم

ایران پس له هغه چې د جنوبي پارس د گازو میدان تر برید لاندې راغی، د قطر او د فارس د خلیج د حوزې د څو نورو هیوادونو په وړاندې په بریدونو لاس پورې کړ.دغه اقدام د نړیوالې انرژۍ د تأمین د اوږدمهالو ستونزو په هکله د اندیښنې سبب سو. 

ترمپ د دې خبرې په ټینگار سره چې اسرائیل به بیا پر دغه میدان برید ونکړي، خبرداری ورکړ چې که ایران یو ځل بیا "په اشتباهي توگه" پر قطر برید وکړي چې په دې صورت کې بهامریکا "د اسرائیل په همکاري او یا هم پرته له هغه" په "بې ساري شدت سره د گازو پر دغه میدان برید" ترسره کړي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.