ترمپ په لبنان کي د ارامۍ ژمنه کړې ده
۱۴۰۵ خرداد ۱۲, سهشنبه
ترمپ له ایران سره د هوکړې په هڅه کې، په لبنان کې یې د ارامۍ ژمنه وکړه
ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي دي چې اسرائیل او حزب الله موافقه کړې چې «ټولې ډزې بندې سي». په عین حال کې ایران خبرې اتري درولي او ټينګار کوي چې په هغه سوله کې چي لبنان شامل نه وي د منلو نه ده.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ماښام وویل چي اسرائیل او حزب الله د منځګړو له لاري موافقه کړې ده چي «ټولي ډزي ودروي».
د ترمپ دا اعلاميه له هغه وروسته خپريږي چي ایران وویل چي پر لبنان د اسرائيل د پرله پسي بریدونو له امله یې له متحده ایالاتو سره د پيغامونو تبادله ځنډولې ده. پر لبنان د اسرائيل په بريدونو کي تر دې دمه تر ۳۴۰۰ ډیر خلک وژل سوي او تر یو ميلیون ډېر یې بې ځایه کړي دي.
دونالد ترمپ وروسته اې بي سي نیوز ته وویل چي هغه باور لري چي له ایران سره د اوربند د غځولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو له پاره یوه موافقه به «په راتلونکې اونۍ کي» نهايي سي.
ترمپ د اسرائيل او حزب الله سره د خبرو اترو خبر ورکړ
ترمپ وویل چي هغه د اسرائيل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د حزب الله له «لوړ پوړو» استازو سره خبري کړې دي.
هغه په ټولنیزو رسنیو کي ولیکل: «ما د اسرائیل له لومړي وزير بيبي نتانیاهو سره ډېره رغنده اړیکه درلوده او هیڅ عسکر به بیروت ته ونه لیږل سي او کوم عسکر چي ور روان ول، بیرته راستانه سوي دي.»
ترمپ زیاته کړه: «دغه راز د لوړپوړو استازو له لاري مي له حزب الله سره ښه تماس درلود او هغوی موافقه وکړه چي ټولي ډزي به ودرول سي، او دا چي اسرائیل به پر دوی برید ونه کړي او دوی به پر اسرائیل برید ونه کړي.»
هغه څو دقیقې وروسته په یوه بل پوست کي ولیکل: «د ایران له اسلامي جمهوریت سره خبري اترې په لوړ سرعت سره روانې دي.»
ایران له امریکا سره د پیغامونو تبادله وځنډوله
د دوشنبې په ورځ، د ایران دولتي تلویزیون د سپاه پاسداران له قوله وویل چي که اسرائیل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو دوی به «نوي جبهې» پرانیزي او د هرمز تنګی به همداسي تړلي وساتي.
دولتي تلویزیون د سپاه پاسداران د استخباراتي ادارې له قوله ویلي: «ایران په لبنان او غزه کي تر سرو کرښو تېرېدل مستقیمه جګړه ګڼي.»
تسنیم دولتي خبري اژانس هم راپور ورکړی دی چي «د ایران مذاکراتي ټیم د منځګړو له لاري خبرې اترې او د متنونو تبادله وځنډوله» او دلیل یې په لبنان کي د اسرائیل اقدامات یاد کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چي ایران لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د نازک اوربند یوه برخه ګڼي. همدارنګه، د ایران مشر مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف، په لبنان کي د اسرائيل د بریدونو زیاتوالی «د امریکا له خوا د اوربند نه مراعاتولو څرګند ثبوت» وباله.