ترمپ: د نسکورې شوې الوتکې د عملې دویم غړی مو وژغوره
۱۴۰۵ فروردین ۱۶, یکشنبه
نوموړي دغه عملیات د «امریکا په تاریخ کې د ژغورنې او لټون تر ټولو زړور عملیات» وبلل او ویې لیکل چې دغه نظامي «یو ډیر د درناوي وړ ډګروال» دی چې د «دښمن د لیکو تر شا د ایران په خطرناکو غرونو کې یې قرار درلود او زمونږ د دښمنانو له خوا تر تعقیب لاندې و»
ترمپ زیاته کړه: «زما په امر متحده ایالاتو لسګونه الوتکې چې د نړۍ په تر ټولو وژونکو وسلو سمبال ول د هغه د موندلو له پاره واستولې. نوموړی ټپي شوی دی، خو وضعیت به یې په بشپړ ډول ښه شي.»
د ترمپ په خبره د اف ـ۱۵ ډوله جنګې الوتکې د دغه ډګروال د ژغورنې عملیاتو پر مهال «د امریکایي ځواکونو لوی درستیز، د جګړې وزیر، د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان او د سنګر ملګرو یې د هغې موقعیت ۲۴ ساعته تر نظر لاندې درلود او په دقت سره یې د هغه د ژغورنې له پاره پلان جوړ کړ.»
د امریکا متحده ایالتو ولسمشر په خپل پيغام کې د دغې جنګي الوتکې د پیلوټ په هکله رپوټونه تایید کړل چې د شنبې په ورځ خپاره شوي ول. ترمپ ولیکل: «دا چې و مو کولی شول دغه عملیات حتی بې له دې چې یو امریکايي ووژل شي او یا ټپي شي ترسره کړو، یو وار بیا دا ثابتوي چې مونږ د ایران پر اسمان بشپړ تسلط او برلاسي ترلاسه کړې ده.»
دغه اف ـ۱۵ ډوله جنګې الوتکه د جمعې په ورځ د کهګیلویه او بویراحمد په ولایت کې را نسکوره شوې وه. د ایران حکومتي رسنیو رپوټ ورکړی و چې دغه الوتکه د سپاه پاسداران له خوا را نسکوره کړای شوې ده.
د دغې جنګي الوتکې پیلوټ د را نسکوریدو په لومړیو ساعتونو کې د امریکايي پوځ د عملیاتو په جریات کې ژغورل شوی و.
سپاه پاسداران د دغې الوتکې د عملې دویم غړي د لټون عملیات پیل کړي ول او د خلکو په وسیله د هغه د «ژوندي نیولو» له پاره یې انعام ټاکلی و.