«بعضي افغان ميرمنې د يونان په کمپونو کې د جنسي زورونو سره مخ دي» | اروپا ته مهاجرت | DW | 18.02.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«بعضي افغان ميرمنې د يونان په کمپونو کې د جنسي زورونو سره مخ دي»

په يونان کې د مهاجرو په چارو کې يوې افغان ادارې منلې ده چې د يونان په کمپونو کې افغان ښځې هم د جنسي تاوتريخوالو سره مخ دي. يو ان اچ سي آر بيا وايي چې په دغو کمپونو جنسي تاوتريخوالی عام دی.

د مهاجرو په اړه معلومات وړاندي کوونکي اروپايي سازمان «انفو ميګرينټس» وايي، د مهاجرو په چارو کې «د افغان مهاجرو د پيوستون اتحاديه» په نوم سازمان د دې پخلی ورته کړی چي چې د يونان په کمپونو کې ميشتې بعضي افغان ميرمنې هم د جنسي تاوتريخوالو سره مخامخ شوي دي.

تيره اوونۍ د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) رپوټ ورکړی وو چې   چې دغې ادارې په ۲۰۱۷م کال کې د شاوخوا ۱۸۰ مهاجرو ښځو په اړه داسې پيښې ثبت کړي دي، چې يونان ته تر رسيدلو وروسته د دغه هيواد په کمپونو کې تر جنسې ځورونې او تاوتريخوالو لاندې نيول شوي دي.

په يونان کې د «افغان مهاجرو د پيوستون اتحاديې» څخه رضا غلامي په وينا چې په کمپونو کې مهاجر په عادي خيمو کې ژوند کوي او دومره څوک نشته چې د خوندي امنيت له پاره يې لازم اقدامات تر لاس لاندې ونيسي. غلامي «انفو ميائيګرنټس» ته په دې اړه وويل: «په ۲۰۱۵م کال کې د افغان ميرمنو په اړه د جنسي تاوتريخوالو څو پيښې رامنځ ته شوې وې. د مهاجرو دوه داسې کمپونه چې هلته پر ښځو د جنسي تيريو پيښې زياتې تکرارېدې بند کړل شوي دي. افغان ميرمنې نه يوازې خپله د افغان مهاجرو له خوا جنسي ځورول شوي بلکه د نورو مهاجرو له خوا هم ورسره تاوتريخوالي شوي دي.»

Griechenland Flüchtlinge auf Lesbos | Moria, Protest (DW/V. Haiges)

د يونان په کمپونو کې د کمپونو له وړتيا څخه ډير مهاجر ژوند کوي او په کې د ژوند سهولتونه هم ډير لږ دي.

ورته مطالب:

«د يونان کمپونو په تشنابونو کې پر مهاجر ښځو جنسي حملې شوي»

په یونان کي مهاجر په سختو رواني مشکلاتو اخته دي

په دې برخه کې يوه ستونزه دا هم ده چې افغان ميرمنې د خپل عزت ساتنې په موخه نه غواړي ورسره شوي تاوتريخوالي له چارواکو سره شريک کړي. غلامي په دې اړه وويل: «په ۲۰۱۵ يا ۲۰۱۶ کال کې څو تنو نارينه وو يوې واده شوې افغان ميرمنې ته د چاقو په ښکاره کولو له هغې سره تاوتريخوالی ترسره کړی وو. ما غوښتل چې د دغې پيښې په اړه چارواکو ته خبر ورکړم، خو دغې ښځې د خپل عزت خوندي ساتلو او د پيښې د پټولو د پاره د دغه کار مخنيوی وکړ.»

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ تيره اوونۍ ويلي وو چې د يونان په کمپونو کې د ۶۰۰ کسانو څخه معلومات تر لاسه کړي دي چې د جنسي، مذهبي او قومي امتيازاتو پر اساس تر زورونو لاندې نيول شوي دي.

په يونان کې د مهاجرو په چارو کې افغان ټولنې د يونان له حکومت څخه غوښتي دي تر څو په کمپونو کې له ګنجايش څخه ډیر مهاجر ځای پرځای نه کړي او ترڅنګ په کې د اوسيدنې وضعيت او امکانات ښه کړي.

د موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

DW.COM