1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د پارس ۱ سپوږمکۍ له روسیې څخه فضا ته لېږلې

۱۴۰۲ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د ایران یوې دولتي رسنۍ په یوه رپوټ کې ویلي دي چې روسیې یوه ایراني څېړنیزه سپوږمکۍ فضا ته استولې ده. دا سپوږمکۍ د ۵۰۰ کیلومتره مدار څخه د ایران توپوګرافي انځوروي.

https://p.dw.com/p/4d27j
Iran | Satelliten
ویل کیږي چې د دغې سپوږمکۍ لنډ موج چې رنګه طیف لري کولی شي په سلو ورځو کې د ایران شاوخوا ۹۵ سلنه ځمکې انځورنه واخلي.انځور: IRANIAN DEFENCE MINISTRY/AFP

له لېرې لارې د محاسبې سپوږمکۍ (پارس ۱) چې د روسیي توغوونکي سایوز له خوا د واستوچني فضایي اډې څخه وتوغول شوه  ۱۳۴ کیلوګرامه (۲۹۵ پونډه) وزن لري او په دریو کمرو سمبال ده.

د واستوچني فضايي اډه چې په ۲۰۱۶م کال کې فعاله شوه، د روسیې په ختیځ کې د آمور په سیمه کې موقعیت لري، دغه اډه له چین سره په پوله د ولادي واستوک بندر په شاوخوا ۱۵۰۰ کلیومرتۍ کې پرته ده.

د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عیسی زارع پور، د دغه هېواد دولتي ټلویزیون ته وویل: «د دې له پاره چې زموږ اوسنیو فضايي اډو د لمر په ۹۸ درجو مدارونو کې د سپوږمکۍ د لېږدولو توان نه درلود، د پارس ۱ سپوږمکۍ د روسیې له اډې څخه وتوغول شوه.»

د ایراني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، پارس ۱ سپوږمکۍ یوه څېړنیزه سپوږمکۍ ده چې د ډيزاین، جوړیدو، چمتو کیدو او آزمویلو کارونه یې د ایران د فضايي څېړنو په انستیتوت کې شوي دي.

رسنیو راپور ورکړی دی چې دا سپوږمکۍ درې عکس اخیستونکي کمرې لري او«د ځمکې د سرچینو په اړه معلومات په دریو مرحلو کې ترلاسه کوي».

ویل کیږي چې د دغې سپوږمکۍ لنډ موج چې رنګه طیف لري کولی شي په سلو ورځو کې د ایران شاوخوا ۹۵ سلنه ځمکې انځورنه واخلي.

دغه راز تود دوربین یې کولی شي په شپه کې له ۴۵ ورځو نه په کمه موده کې د ټول ایران عکسونه واخلي.

روسیې د خیام په نوم، له لېرې لارې د محاسبې سپوږمکۍ په ۲۰۱۶ کال کې د قزاقستان د بایکانور فضایي اډې له لارې د ځمکې مدار ته واستوله.

دغه کړنې د دواړو هغو هیوادونو تر منځ د ژورو اړیکو څرګندونه کوي چې د امریکا په تحریمونو کې دي.