ایران: بی له رسمي واده څخه د هلکانو او نجونو ګډ ژوند | سيمه | DW | 25.08.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

سيمه

ایران: بی له رسمي واده څخه د هلکانو او نجونو ګډ ژوند

د عرف، قانونې او شرعي موانعو سربیره په ایران کې د «ازدواج سفید» په نوم د هلک او نجلۍ د ګډ ژوند تیرولو دود مخ پر زیاتیدو دی. په ازدواج سفید کې هلک او نجلۍ بې له رسمي او قانوني واده څخه خپل ګډ ژوند پر مخ وړي.

په ایران کې بې له رسمي واده څخه د هلک او نجلۍ د ګډ ژوند دود مخ پر ډیریدو دی. «ازدواج سفید» یا په اصطلاح سپین واده د ایران په لویو ښارونو کې مخ پر ډیریدو دی. آیا کلتوري زیربناوې د دې پدیدې له پاره آماده دي؟ د تحصيل کچې او د پټ او ښکاره سپین وادونونو د انګیزې په هکله د لومړنۍ څیړنې رپوټ خپور شوی دی.

آیا دا پدیده د دې ښکاریندویې کوي چې د دا ډول ګډ ژوند په اړه منفي نظر تغير کړی دی؟ آیا د وخت په تیریدو سره به ازدواجهای سفید، په ځوانانو کې د شرعي ودونو ځای ونیسي؟

دا چې په اصطلاح دغه ودونه په پټه ترسره کیږي، نو په دې اړه څیړنه او د ارقامو راټولول یو ستونزمن کار دی. څیړونکی او ټولنپوه کاميل احمدي، د ازدواجهای سفید په اړه یوه جامع څیړنه ترسره کړې ده چې دا د دې ټولنیزې پدیدې په اړه لومړني ارقام دي، چې عملاً یې د خلکو سره د مرکو په اساس برابر کړي دي.

دغه څیړنه چې یونیم کال وخت یې ونيوه د ایران په دریو لویو ښارونو تهران، مشهد او اصفهان کې عملاً له ۲۱۶ داسې کسانو سره شوې چې پخپله دا ډول ګډ‌ژوند لري.

دغه عملي کار د «خانه ی با در باز» یا د خلاصو دروازو کور په نوم د دغه څیړونکي په انټرنټ پاڼه کې خپور شوی دی. 

احمدي د دې څیړنې په مقدمه کې له ازدواجهای سفید څخه د«مخ پر پراخیدونکي ټولنیزې پدیدې» په توګه یادونه کړې ده چې حکومتي چارواکو پرې چپتیا اختیاره کړې او زغمل کیږي.

د رسمي ودونو د شمیر ټيټیدل او د طلاق د پدیدې له ډیرو سره په اصطلاح سپینو ودونو ته میلان ډیر شوی دی او حتی کیدای شي د رسمي ودونو د فیصدۍ کمیدو په برخه کې بی اغیزې ونه اوسي.

په داسې حال کې چې دا ډول ګډ ژوند د یو شمیر ځوانانو له خوا د ژوندانه د یو سبک په شکل منل شوی دی، خو یو شمیر مسئولين او کارپوهان ورته د ټولنیزې معضلې په توګه اشاره کوي.

Iran Kameel Ahmady (Kameel Ahmady)

د "خانه‌ای با در باز" د څیړنې کارپوه کاميل احمدي

د ازدواجهای سفید انګیزه

د کامیل احمدي څیړنې ښیي چې زیاتره ښځې چې په اصطلاح د سپین واده لاره اختیاروي، په اوږدمهاله کې لیوالتیا لري چې دغه رابطه پر رسمي واده بدل شي؛ یعنې سپين واده د رسمي واده له پاره یو عامل او تر رسمي واده مخکې د آشنایې د مرحلې په توګه په نظر کې نیسي. یا په بل عبارت دغو ښځو د اقتصادي، ټولنیز او حقوقي شرایطو د نه مساعدویدو له کبله د ازدواج سفید لاره انتخاب کړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې څیړنې له مخکې د دغو ښځو د ژوند شریکانو بیا رسمي واده ته له ځان څخه ډیر لږ میلان ښودلی دی او یا که لږ په دقیق ډول وویل شي نو د خپلو اوسنیو پارتنرانو يا شريکانو سره رسمي واده کولو ته لیواله نه وو.

د دې تحقیق له مخې په جنسي اړیکو کې اسانتیا ازدواجهای سفید ته د داخلیدو مهم عامل ګڼل کیږي.

د «خانه ی با در باز» تحقیق، له دين څخه تیښته، د ديني حساسیتونو کمیدل او سیکولار ژوند ته میلان د دغه ګډ ژوند د ځانګړنو په توګه راپيژني. د فیمینسټي مطالبو او د دوی د برابري غوښتنې په پام کې نیولو سره سیکولاریزم ته، په دې څیړنه کې د ګډون کونکو ښځو میلان، ډیر ښودل شوی دی.

د دې څیړنې برخوالو ښځو له پاره دين او یا حد اقل د دين عنعنوي لارښوونې، چې دوی محدودوي د منلو وړ نه وې او دا ډول ژوند د دیني فشارونو په مقابل کې مقاومت بولي.

د دې څیړنې له مخې پر رسمي ودونو بی باوري ۴۱ سلنه، او تر ۲۰ سلنه زیات د خپل بدن او فردي انتخاب د آزادۍ حق ، سپین ودونو ته د میلان مهم فکتورونه ګڼل شوي دي.

په دې ترتیب سره مالي ناتوانایې، د کاري امنیت نشتوالی او د لازیات بلدیدو د امکاناتو نشتون هم په اصطلاح د سپين ودونو په برخه کې له اغیز لرونکو عواملو څخه شمیرل کیږي.

اعلان