1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايلن ماسک: په يوه شرط په نړۍ کې له لوږې سره مبارزه کوم

۱۴۰۰ آبان ۱۰, دوشنبه

د خوراک نړیوال پروګرام مشر، د نړۍ تر ټولو بډایه شخص ايلن ماسک څخه غوښتي چې د خپلې سرمايې دوه سلنه برخه يې په نړۍ کې د لوږې پر وړاندې مبارزې ته ورکړي. دغه پیسې چې شاوخوا ۶ ميليارده ډالره کيږي، ماسک ورته چمتوالی ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/42RZi
Deutschland | Elon Musk Besuch Fabrik-Baustelle in Grünheide
انځور: Christophe Gateau/dpa/picture alliance

ايلن ماسک ويلي دی چې په هغه صورت کې به چې د ملګرو ملتونو سازمان په دې اړه ورته خپل پروګرام وښيي، دی ېې اجرا کولو ته تیار دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د خوراک نړیوال سازمان مشر، ډيويډ بیسلي، د برقي موټر جوړولو تسلا شرکت له مشر ایلن ماسک او د امازون شرکت له موسس جف بزوس څخه چې دواړه د نړۍ تر ټولو بډایه کسان دي، په نړۍ کې له لوږې سره د مبارزې په خاطر د مرستې غوښتنه کوي.

بيسلي په اکتوبر میاشت کې کله چې ايلن ماسک له جف بزوس څخه مخته او د نړۍ تر ټولو بډایه شخص وګرځيد، هغه ته ېې په یوه ټويټري پیغام کې د دغه مقام مبارکي ورکړه. د خوراک نړيوال سازمان مشر دغه راز له ماسک څخه غوښتي ول چې د خپلې سرمايې دوه سلنه برخه يې له لوږې سره مبارزې ته بیلې کړي.

بیسلي نړیوالو بحرانونو، د هغې له ډلې د کرونا بحران، اقليمي بدلون او د خوراکي موادو د بيې لوړيدا ته اشاره کړې وه چې د نړۍ  ۴۲ ميليون وکړي يې له لوږې د مرګ له خطر سره مخ کړي دي.

Wahlkampf CDU - Laschet und Musk besuchen Tesla Fabrik
انځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د خوراک نړيوال پروګرام مشر ويلي ول، که چيرته ایلن ماسک د خپلې سرمايې يوازې دوه سلنه برخه يې دغه کار ته جلا کړي، نو ۴۲ میلیونه کسان به د لوږۍ له خطر څخه نجات پيدا کړي.

ایلن ماسک اوس د بيسلي څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي دي چې هغه حاضر دی د دغې بوديجې د برابرولو له پاره د شپږ میليارډه ډالرو په ارزښت د تسلا شرکت له ونډو څخه یوه برخه يې وپلوري. خو ماسک دغه اعلان په دې پورې مشروط کړی دی چې ډيويډ بیسلي ورته په دقیقه توګه وښيي چې د لوږې پر وړاندې د مبارزې په لار کې دغه پیسې چيرته او څنګه په مصرف رسول کيږي.

د یادونې ده چې د ایلن ماسک مجموعي سرمایه په وروستیو کې ۳۱۱ ميليارډه ډالرو ته رسیدلې ده. د هغه سرمایه یوازې په یوه ورځ (جمعه د اکتوبر ۲۹مه) کې څه باندې شپږ میليارډه زیاته شوه.

تر ایلن ماسک وروسته، د امازون شرکت موسس جف بزوس، د نړۍ تر ټولو بډایه سړی دی. د هغه مجموعي سرمايه څه باندې ۱۹۵ ميليارډ ډالره ده.