1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايتکون: د لښکرگاه ښار د يوه کال راهيسي افغان ځواکو ساتي

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

په افغانستان کي د برتانوي ځواکونو قوماندان وايي، که څه هم چي طالبان غواړي د هلمند ولايت په مرکز، لښکرګاه کي د امنيتي مسوليتونو د انتقال لړۍ د ستونزو سره مخ کړي، خو افغان امنيتي ځواکونه د دغي سيمي ساتني ته تيار دي.

https://p.dw.com/p/11tSy
د لښکرگاه ښار يوه څنډه
د لښکرگاه ښار يوه څنډهانځور: DW

دغه قوماندان وايي چي افغان ځواکونو دې پروسې ته بشپړ تياری نيولی دی. په هلمند کي د برتانوي ځواکونو يو قوماندان، الستايرايتکون، وايي چي د جولای په مياشت کي افغان امنيتي ځواکونو ته د لښکرګا د ښار د امنيتي چارو سپارل يوازي يوه رسمي بڼه لري. ځکه چي افغان ځواکونه د تير دوبي څخه را په ديخوا د لښکرګا د ښار امنيتي چاري په لاس کي لري.

«د تير کال د اوګست د مياشتي را په ديخوا ايساف د لښګرګاه ښار په امنيتي چارو کي لاس وهنه نه ده کړې. خو اوسني د امنيت د انتقال بهير ځکه ډير اهميت لري چي افغانان اوس په رسمي توګه ويلای سي چي دوی د دغه ښار امنتي چارو په لاس کي لري.»

د هلمند ولايت مرکز، لښکرګا يو له هغو اوو سيمو څخه دی چي په روانه مياشت کي يې امنيتي چاري افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي.

د دغو اوو سيمو د امنيتي چارو د سپارلو لړۍ به د ناټو ځواکونو له پار يوه امتحاني دوره وي. ځکه چي دغه ځواکونه غواړي تر 2014 کال پوري د افغانستان څخه خپل ټول ‎جنګي سرتيري وباسي، او د دغه هيواد امنيتي مسوليتونه افغانانو ته وسپاري.

د امنيت د انتفال لړۍ به بهرني سرتيرو ته دا امکان ورکړي چي د افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي او په خپلو هيوادونو کي د افغانستان د جګړې په وړاند مخ په ډيريدونکي مخالفتونو ته جواب ووايي.

طالبان غواړي د بريدونو په ترسره کولو سره دغه لړۍ د ستونزو سره مخامخ کړي او د افغان امنيتي ځواکونو وړتياوي تر پوښتني لاندي راولي.

که څه هم پر افغان امنيتي ځواکونو ډيری وخت داسي تورونه لګول کيږي چي ګواکي دوی په فساد کي ډوب دي خو برتانوي قوماندانان وايي چي افغا پوليسو او د ملي اردو ځواکونو د هلمند ولايت په مرکز کي د پام وړ پرمختګونه کړي او د امنيتي مسوليتونو په غاړه اخيستو ته چمتو دي.

تر اوسه پوري په افغانستان کي شاوخوا 375 برتانوي سرتيري وژل سوي، چي د دغو سرتيرو ډيری يي د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کي له منځه تللي دي. هلمند يو له هغو ولايتونو څخه ده چي طالبان پکښي ډير پياوړي دي.

په هلمند کي ميشت برتانوي پوځي قوماندانان وايي، چي د دغه ولايت په ډيرو سيمو کي اوس امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډير ښه سوی.

دغه پوځي چارواکي وايي چي د طالبانو د جګړې پر موسوم سږ کال هغومره طالب جنګيالي چي يي تمعه کيده د جګړي ډګر ته نه دي راغلي دغه قوماندان همداراز وايي چي طالبان د روان کال جيريان کي د بريتانياوي ځواکونو پر قطارونو هغومره بريدونه چي يي هټکل کيده نه دي تر سره کړي.

«په روان کال کي د طالبانو مهم جنګيالي د جګړي ډګر ته نه دي راوتلي. دغه کار کيداي شي دوه لامله ولري، لومړي دا چي هغو له دي خبري ويره لري چي په جګړه کي به ووژل سي او يا خو دا چي هغوی په دې خبره پوه سوي چي په دغي سيمي کي، عمليات نه سي تر سره کولای.»

افغان ځواکونو ته د امنيت د انتقال لړۍ وروسته له هغه پيل سوه چي تير مياشت، بارک اوباما اعلان وکړ چي د راتلونکي کال تر دوبي پوري به د افغانستان څخه خپل 33000 سرتيري وباسي.

تر بارک اوماما وروسته آلمان، برتانيې او نن فرانسې هم د ځواکونو د ايستلو اعلان وکړی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل