1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا کېمرون په برېکسيټ کي پړن دی؟

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

آيا د بريتانيې صدراعظم د برېکسيټ پړه پر غاړه لري؟ په برلين او بروکسل کې دغه نظر ډېر مطرح کيږي. پر کېمرون نيوکې خورا ډېرې دي.

https://p.dw.com/p/1JDTE
انځور: picture-alliance/dpa/S. Lecocq

د اروپايي کميسيون رئيس، ژن کلود يونکر، د بيلد ورځپاڼې ته وويل: «کله چې څوک له دوشنبې تر شنبې پورې اروپا ته بد رد وايي، نو د يکشنبې په ورځ به څوک ورسره ونه مني چې دی د زړه له کومي د اروپا څخه ملاتړ کوي.»

يونکر په دې ترتيب د ټولپوښتنې په ترڅ کې د ډيويډ کېمرون پر نقش انتقاد کوي. د بريتانيې صدراعظم دغه ټولپوښتنه رابللې وه، خو ورسره يې تل په دې ټينګار کړی وو چې لويه بريتانيا دې په اروپايي ټولنه کې پاته هم شي. دا چې د بريتانيې ولس بل ډول پرېکړه کړې ده، نو کېمرون د اکتوبر له پاره له خپلې چوکۍ څخه استعفا اعلان کړې ده.

«اروپايي ټولنه د يرغمل په توګه»

د اروپايي ټولنې د پارلمان رئيس، مارتين شولڅ، د دغه کار تر سره کېدل لا وختي غواړي. د آلمان په تلويزيون کې يې دغه خبره «شخړه يزه» وبلله چې کېمرون يوازې په مني کې له خپلې دندې څخه په شا کيږي. نوموړي سياستوال نيوکه وکړه چې په دې ترتيب «يو ځل بيا ټوله اروپا د بريتانيې د محافظه کار ګوند د داخلي چارو له پاره د يرغمل په توګه نيول کيږي.»

شولڅ زياته کړه چې درې کاله مخکې آن کله چې کېمرون د «برېکسيټ» ټولپوښتنې د رابللو اعلان وکړ، تر څو په ګوند کې دننه مخالفين آرام کړي، ده «يوه بشپړه لويه وچه د خپلو تاکتيکي خبرو اترو له پاره» يرغمل کړې وه.

اوس چې بريتانيې د ده د هيلو پر ضد له اروپايي ټولنې د وتلو رايه کارولې ده، نو کېمرون اروپا بيا صبر کولو ته اړ باسي او غواړي چې په اکتوبر کې د محافظه کار ګوند تر کنګرې پورې انتظار وباسي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د بريتانيې پر حکومت نيوکه کوي چې په اروپايي ټولنه کې غړيتوب يې په ناپامۍ سره له لاسه ورکړی دی. شتاينماير وويل چې «حکومت د اروپا له برخليک سره لوبې وکړې چې دا لوبه يې وبايلله.»

يونکر ډېر ژر څرګنده پرېکړه غواړي

د اروپايي کميسيون مشر، يونکر، له لويې بريتانيې وغوښتل چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په هکله دې ژر خبرې اترې پيل کړي. ده وويل چې دی نه پوهيږي چې د بريتانيې حکومت ولې تر اکتوبره پورې وخت ته اړتيا لري څو د وتلو له پاره هغه برخليک ټاکونکی خط واستوي. د اروپايي کميسيون رئيس د آلمان په تلويزيون کې وويل چې «زه هغه سمدلاسه غواړم.»

د وتنې په رسمي غوښتنليک سره به لويې بريتانيې ته دوه کاله وخت ورکړل شي چې په ترڅ کې يې اروپايي ټولنه او لندن بايد د خپلو اړيکو د څرنګوالي په هکله خبرې سره وکړي. د برېکسيټ پلوو په منځ کې د خبريالانو د راپورونو له مخې داسې خلک هم شته چې غواړي دغه انتقالي دوره تر ۲۰۱۹ م کاله پورې وغځوي.