1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاف شولڅ پر روسیې د «بې ساري» بندیزونو څخه دفاع وکړه

۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

اولاف شولڅ د آلمان د صنایعو ورځې په نندارتون کې وویل هغه درانه بندیزونه چې اروپايي اتحادیې پر روسیې لګولي، د آلمان اقتصاد ته هم زیان رسوي. خو هغه دغه بندیزونه اړین وبلل او ویې ویل چې«له متحدینو سره پيوستون خپله بیه لري.»

https://p.dw.com/p/4D1cm
Deutschland Slowakei | PK | Kanzler Olaf Scholz
انځور: Bernd Elmenthaler/IMAGO

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۱ نیټه) د آلماني صنایعو د نندارتون په ورځ په برلین کې د روسیې پر وړاندې د اروپایي اتحادیې له بندیزونو څخه دفاع وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې دغه بندیزونه سخت او بې ساري دي او «مونږ ته هم زیان رسوي»، خو «آزادي، دیموکراسي او له دوستانو او متحدینو سره پیوستون خپله بیه لري.» د آلمان صدراعظم ټینګار وکړ چې دغه هیواد د دې بیې پریکولو ته تیار دی.

شولڅ د آلمان د اقتصادي فعالانو ستاېنه وکړه چې له هم هغه پيل څخه یې د دې سیاست ملاتړ کړی دی. دا د ۲۰۱۴م کال د تګلارې برخلاف او له روسیې سره د کریمیا ټاپو له الحاق یا یوځای کیدو وروسته ده.

په فبرورۍ میاشت کې پر ګاونډي هیواد د روسیې تر حملې وروسته د آلمان د صنایعو د استازو له خوا د روسیې د بندیزونو په ارتباط هیڅ کوم پراخ انتقاد نه دی مطرح شوی.

د آلمان صدراعظم چې په دې وروستیو کې اوکراین ته تللی و، وویل چې په دې سفر کې ورته دوه شیان لا زیات روښانه شول؛ دا چې «اوکراین موږ پورې، د اروپایي کورنۍ پورې اړه لري» او دا چې آلمان تر هغه وخته پورې چې اوکراین اړتیا ورته لري له دغه هیواد څخه به نظامي ملاتړ وکړي.

شولڅ وویل اراده لري چې د اروپایي اتحادیي د مشرانو په غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې پيلیږي، په اروپايي اتحادیه کې د اوکراین د غړیتوب د منل کیدو له پاره کوښښ وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز