1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اوس هم راکړه ورکړه په بهرنيو اسعارو کيږي»

۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان هغه ولایتونه چې له پاکستان او ایران سره ګډه پوله لري له سیاسي اغیز پرته تر اقتصادي اغیز هم لاندي دي، چي یوه بېلګه ېې په دغو ولایتونو کې د افغاني بانک نوټونو پر ځای د پاکستاني کلدارو چلند دی.

https://p.dw.com/p/16vvU
انځور: AP

که څه هم حکومت د افغاني بانک نوټونو د رواجولو له پاره ډیري هلي ځلي کړي دي خو لا هم ښکاري چې دغو هڅو ښي پایلي نه دي لرلي.

د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو په بازارونو کې په روڼا ورځ مالونه په کلدارو خرڅیږي او افغاني بانک نوټونه په کاروبار کې ډير لږ کارول کیږي.

د دغو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وایې، چي دوی ځکه د پلور او پیر له پاره پاکستانۍ روپۍ کاروي، چې هلته ډیر مالونه له پاکستان راوړل کیږي او سوداګر هم غوره بولي چې خپل مالونه په کلدارو وپلوري. يو تن سوداگر د نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويله ته وويل:

«موږ مالونه په کلدارو اخلو، دوکاندارن یې رانه غواړي، کالداري ښې دي ځکه که سل ډالره مات کړو نهه زره کلداري کیږي او که یې په افغانیو بدل کړو یوازي پنځه زره کیږي.»

د لغمان مهترلام ښار ډیری اوسیدونکي له حکومته غواړي چې د افغاني بانک نوټونو د بابولو له پاره له هغو دوکاندارانو او پلورونکو سره سخت چلند وکړي چې افغانۍ بې ارزښته بولي او دا کار کولای شي چې د افغانستان ملي حیثیت ته هم تاوان ورسوي.

«حکومت باید د کلدارو له چلونکو سره جدي چلند وکړي»
«حکومت باید د کلدارو له چلونکو سره جدي چلند وکړي»انځور: AP

د دغه ښار يو اوسیدونکی وزیر ملنګ وايي: «حکومت باید د کلدارو له چلوونکو سره جدي چلند وکړي، افغانۍ مو خپله پیسه ده او دا زموږ د ملي هویت څرګندويي کوي.»

د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وایې، چې دوی په ختیځ زون کې د چلند په دوران کې د پاکستانیو روپيو له راکړي ورکړي سترګي نه شي پټولای.

د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاوري وایې چې لږ تر لږه ۴ ميلیونه افغانۍ یې د جریمي په توګه له هغو دوکاندارانو او سوداګرو څخه را ټولي کړي دي چې په راکړه ورکړه کې یې د افغاني بانک نوټونو پر ځای پاکستانۍ کلداري کارولې.

دلاوري په دې باور دی چې په دغه برخه کې د خلکو او امنیتي ارګانونو له کلکي همکارۍ پرته دوي تر دې ډیر څه نه شي کولای:

«د خلکو او پولیسو له همکارۍ پرته موږ څه نه شوکولای، موږ پولیس نه لرو چې متخلفین ونیسو او دا صلاحیت هم نه لرو، خو د افغانستان بانک له خپلو ساحوي ادارو سره کار کوي چې د دغي لانجي مخه ونيسي.»

رسمي شمېرې ښيي چې د افغانستان په سهیل او سهیل ختیځو ډیرو ولایتونو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري د پاکستان روپۍ د لومړۍ کرنسۍ په توګه ډیري کارول کیږي خو هغه ولایتونه لکه، نیمروز، فراه او هرات چې له ایران سره پوله لري، هلته ایراني تومان په بازارونو کې د افغاني بانک نوټونو تر څنګ په موازي توګه چليږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل