اوس اسرائیلیان هم اجازه لري سعودي عربستان ته سفر وکړي
۱۳۹۸ بهمن ۸, سهشنبهپرون یکشنبه (د جنورۍ ۲۶ مه نیټه) د اسرائیلو د دولت وزیر داسي یو سند امضأ کړ، چي پر اساس یې د دغه هیواد اتباعو ته اجازه ورکول کیږي، چي د دیني دلایلو، لکه د حج په مراسمو کي د گډون او یا د کار او تجارت په خاطر د ۹۰ ورځو له پاره سفر وکړي. اسراییلو تر اوسه پوري خپلو اتباعو ته اجازه نه ورکوله، چي سعودي ته سفر وکړي.
خو هغه اسرائیلیان چي سعودي عربستان ته سفر کوي، باید د سعودي عربستان د مقاماتو رسمي دعوت نامه ولري. دا هم په داسي حال کي ده، چي سعودي عربستان د اسرائیلو سره رسمي روابط نه لري، خو د ایران سره یې د گډي دښمنۍ په خاطر مناسبات سم سوي دي. سربیره پر دې هم اسراییل او هم سعودي عربستان د امريکا متحده ايالاتو په متحدینو کي شامل دي.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو څو واره ویلي ول، چي اسرائیل باید په «منطقه کي د ایران د تهدیدونو په مقابل کي» د منځني ختیځ عربي هیوادونو سره دوستانه روابط ټینگ کړي.
د بلي خوا که څه هم سعودي عربستان د اسرائیلو سره د رسمي تماس نیولو څخه ډډه کړې، خو په وروستیو کلونو کي د اسراییلو ضد شدید لحن نه کاروي.