اورونه او د اور غورځوونکي غره ایرې سږي څومره زيانمنوي؟
۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبهد اور غورځوونکي غره په ايره کې زياتره يوازې يو څو ملي متره حجم لرونکې کلکې کرستالي ډبرې او ښیښه یې ذرې وې چې د ماگما د منحليدو په نتيجه کې رامنځته کیږي. سربیره پر دې د لاوا د خارجيدو يا د اور غورځونې په ترڅ کې په زيات مقدار کې کاربن او سلفر دايی اکسايد هم اخراجيږي چې د گرد سره يوځای د تورې ټينگې وريځې شکل خپلوي.
د دغه ايرو گرد د وچ ټوخي، په ساه اخيستو کې ستونزې، د سترگو سره کيدو، اوښکې بهیدو، د پزې خارښت او همدا راز د پرنجيدو باعث کیږي.
کوچنۍ ذرې ډېرې خطرناکې وي
دغه خارج شوي ذرات چې څومره کوچني وي، هومره یې روغتيا ته زيانونه هم ډېر وي. لوی ذرات که څه هم چې د ساه اخيستو پر وخت د ټوخي سبب کيږي خو د بدن دننه ته په داخليدو نه توانيږي ځکه چې د تنفسي جهاز په پردو کې بند پاتېيږي. خو کوچني ذرات بيا د سږو داخل ته رسيږي. له دغه ځایه بيا دغه کوچني ذرات په برونشيا کې ايپي تليوم يا د کوچنيو ويښتانو په واسطه بیرته بهر ته استول کيږي او د ټوخي سره له بدنه خارجيږي. خو ډېر کوچني تر ۴ مايکر مترو کوچني ذرات بيا کولی شي چې په سږو کې ډېر ژور تر الويول يا د هوا کڅوړې ته داخل شي او سږي ته پاتېدونکي زیان ورسوي.
د سږو په ناروغتيا او همدا راز په اسما يا ساه لنډۍ اخته کسان بايد په ځانگړي توگه ډېر پام وکړي. خو سالمو لويانو ته یې ډېر خطر نه ليدل کیږي. خو سړی بايد ډېر په تازه هوا کې پاتې شي او د پزې او خولې ماسک وکاروي.
دود او گرمي هم «ډېر خطرناک» دي
د برلين د شريتې روغتون د سږو متخصص لایف ساندر وايي: «تنفسي جهاز پردې سختې تخریشدلی شي ځکه په لوګي کې کوچنۍ ذرې او زهرجن گازونه موجود وي.»
مريضان د ټوخي، تنفسي ستونزو او د پزې او سترگو څخه د اوبو د بهیدو څخه کړيدل. همدا راز هغه کسان چې اور ته ډېر نزدې وي، د دود له وجې د ډېر خطر سره مخ کیدلی شي.
د برلين ياد ډاکتر بيا په ځانگړي توگه د لوګي هغه ذرې ډېرې خطرناک بولي چې تر ۲،۵ مايکرو مترو کوچنۍ وي: دا ذرات د سږو الويولي برخې يا د هوا کيسې ته رسېدلی شي او امکان لري وينې ته هم داخلې شي او سږو ته دايمي زيان ورسوي.
لایف ساندر زياتوي چې د نړۍ په هغو سيمو کې چې اوس هم پکې پخلۍ په اور کيږي، خلک یې هغو کسانو ته ورته ناروغۍ لري چې ډېر سگريټ څښي او يا په داسې سيمو کې اوسي چې ترافيک پکې ډېر وي.
ميندوارو، کوچنيانو او د سالنډۍ مریضانو له پاره خطر
دغه کارپوه وايي چې د روغو لويانو سږي چې لوګي سخت اغیزمن کړي وي، د وخت په تیریدو سره بيرته رغيږي. خو هغه زياتوي: «ميندوارو او هغو کسانو ته چې کوچنيان لري، زه دا توصيه کوم چې د امکان په صورت کې دې، د اغیزمنې سيمې څخه ووځي.» نوموړی زياتوي چې هغه لويان چې د سږو په ناروغۍ اخته وي، بايد ځانگړي ماسکونه وکاروي او همدا راز د زړه او وينې د جریان ناروغانو ته هم همدا توصيه کيږي.
د اسما يا سالنډۍ مريضان هم د لوګي تنفوسولو په نتیجه کې د حملې ښکار کیدلی شي. په آستراليا کې د دود سربيره خلک سختې گرمۍ هم ډېر اغیزمن کړی دي. ساندر وايي گرمي او لوگی يوځای «روغتيا ته سخت زيانونه» لري. هغه زياتوي: «د حرارت شديده درجه د اوږدې مودې مريضانو ته اضافي بار دی.»
اليکسندر فرويند
زموږ له آرشيف څخه: