اوباما: د ایران پر وړاندې د روسیې سره ګډه تګلاره لټوو
۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبهپدې اړه اوباما ویلي : « مونږه د ایران په اړه خبرې کړي او په خپل منځ کې مو د ګډ دریځ د غوره کولو په سر تأکید وکړ، چې تر څو مونږ ایران دې ته وهڅوو چې د خپل اټومې پروګرام په اړه خپل نړیوال مکلیفتونه پر ځای کړي.»
اوباما همدا شان ویلي چې د میدویدف سره یې هر اړخيزه خبرې اترې کړي چې په دغو خبرو کې د سوریې او افغانستان پر سر خبرې هم شاملې دي.
میدویدوف هم د دې خبرې پخلی کړی چې د بارک اباما سره یې د منځني ختیځ، افغانستان، سوریې، ایران او په اروپا کې د توغندیو د دفاعي سیستم د نصبولو په اړه خبرې اتري کړي. هغه ویلي:
« مونږه په دې هوکړه کړې چې د حل د ممکنه لارې د موندلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړو، که څه هم مونږه په دې پوهیږو چې پدې هکله مو نظرونه ستر توپیرونه لري.»
اوباما او میدویدف په هونولولو کي د آسيا او اوقيانوس د غاړي د هيوادونو د اقتصادي گډ کار د ټولنې آپېک د غونډي تر څنګ دغه لیده کاته تر سره کړي دي. د دغې غونډې تر ټولو مهمه موضوع د آزاد تجارت په سر خبرې اترې دي.
په عینې وخت کې اوباما ویلې چې د سوداګرۍ په نړیواله ټولنه کې د روسیې غړیتوب « به د امریکا د متحده ایالاتو، د نړۍ او خپله د روسیې لپاره ښه وي.»
همداشان د روسیې ولسمشر د اوباما له ادارې څخه له دې امله مننه کړې چې د روسیې سره یې د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو په هڅو کي مرسته کړېده.
د بل پلوه د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان په روانه اونۍ کې په خپل یو راپور کې ویلي چې ایران د خپل اټومي وسلو د تحقیق په هکله د ۲۰۰۸م کال راهیسې د هر ډول جواب ورکولو څخه ډډه کړې.
په دغه راپور کې زياته سوې چې د مختلفو سرچینو له لوري د څرګندونو څخه دا جوته شوې چې ایران دغسې تحقیق تر سره کړی.
د لویدیځ هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د پنجشنبې تر ورځې پورې د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان په بیړنۍ غونډه کې د یو پریکړه لیک په ترڅ کې ایران وغندي. له بل پلوه روسيه او چين د ايران پر ضد د هر ډول نوي بنديزونو مخالفت کوي. نوموړي هيوادونه دا دليل وړاندي کوي چي نوي بنديزونه به د ايران سره د نوو خبرو اترو لاره ټپه کړي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی