1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له چین او روسیې سره د وسلو کمولو د تړون هیله لري

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

د واشنګټن حکومت له مسکو او پیکینگ سره د یوه درې اړخیز تړون له پاره پر خبرو اترو ټینګار کوي. د امریکایې ولسمشر دونالد ترمپ ادارې له چين او روسیې سره د وسلو د کمولو د یوه نوي تړون له پاره رضایت ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/3Yefs
USA San Nicolas | Start Mittelstreckenrakete
انځور: picture-alliance/dpa/Scott Howe/The Defense Department of the US

د ترمپ د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې سپينه ماڼۍ له روسیې او چین سره د وسلو د کمولو د یوه نوي دری اړخیز تړون د رامنځته کولو هڅه کوي. د واشنګټن حکومت مسکو ته د یوې داسې سرمشریزې د دایرولو خبره کړې ده چې په هغې دې پر دغو دریو هیوادونو سربیره د امنیت د شورا نور غړي بریتانیا او فرانسه هم شامل کړای شي. د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دغه پنځه غړي هیوادونه د P5 په نوم هم پیژندل کیږي.

دا چې د P5 هیوادونو دغه غونډه به کله او په کوم ځای کې جوړیږي تر اوسه پورې په دې اړه جزيیات نه دي روښانه شوي. د نوموړي چارواکو په حواله د راتلونکي سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډه کیدای شي د P5 د سرمشریزه له پاره یو ښه چانس وي، ځکه هلته د نړۍ د نږدې ټولو هیوادونو مشران سره راټولیږي.

نوموي چارواکي د خپل نوم د پټ ساتل کیدو په شرط زیاته کړې: «ولسمشر ترمپ واضحه کړې ده چې هغه د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره هر وخت د هر نړیوال مشر سره خبرو اترو ته تیار دی. امریکا به له P5 هیوادونو سره په ګډه د داسې ناستو د تنظیمولو له پاره کار وکړي.»

د وسله د مخنيوي موجوده تړون

د روسیې او امریکا ترمنځ د وسلو د مخنیوي اوسنۍ ستراتیژیکه معاهده (نیو سټارټ) په راتلونکي کال کې پای ته رسیږي. د نوموړي تړون په اساس د اټومي وسلو، توغنديو او بم غورځونکو الوتکو د ګمارنې له پاره یو مخصوص حد ټاکل شوی دی.

د نوموړي تړون د پراخولو له پاره خبرې اترې روانې دي، خو د امریکا دریځ دا دی چې په راتلونکې کې ترسره کیدونکي هر تړون کې چين هم د یوه اړخ په توګه شامل کړای شي. روسیه غواړي نیو سټارټ تړون پنځه کاله نور وغځول شي او په دې تړون کې د چين له شاملو سره یې هم رضایت ښودلی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ م.ق.ن