1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه
شخړيآسیا

امریکا د ایران بې پیلوټه الوتکه ویشتلې، تهران جوابي بريد کړی

نجيب الله زيارمل
خپور شوی ۱۴۰۵ خرداد ۷, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ خرداد ۷, پنجشنبه

امریکا د »اوربند ساتلو« په هڅه کې د ایران بې پیلوټه الوتکې او د کنټرول مرکز یې ويشتلی دی. ايران په جواب کي د امریکا پر پوځي اډه برید کړی دی.

https://p.dw.com/p/5ESBW
په عربي سمندر کي له امريکايی جنگي کښتۍ څخه جنگي الوتکه پورته کيږي
په عربي سمندر کي له امريکايی جنگي کښتۍ څخه جنگي الوتکه پورته کيږيانځور: U.S. Navy/Planet Pix/ZUMA/picture alliance
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • امريکا وايي پر ايران يې بريد کړی
  • ايران وايي غچ يې اخيستی دی
  • لبنان؛ د اسرائیل بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي
  • د ایران مذهبي مشر: امریکا او اسرائیل غواړي ایران «پر ګونډو کړي»
د د ایران مذهبي مشر: امریکا او اسرائیل غواړي ایران «پر ګونډو کړي» له برخې تیريدل
۱۴۰۵ خرداد ۷, پنجشنبه

د ایران مذهبي مشر: امریکا او اسرائیل غواړي ایران «پر ګونډو کړي»

د قدس ورځي مظاهره؛ ښځي پکښې د آیت الله خامنه ای انځورونه لېږدوي
ایرانیان د مجتبی خامنه ای او د هغه د وژل سوي پلار (کیڼ اړخ ته) عکسونه لېږدويانځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله مجتبی خامنه اي، ویلي دي چي متحده ایالات او اسرائیل غواړي د ایران ټولنه بې ثباته کړي.

خامنه اي، په یوه لیکلي پیغام کي چي په دولتي رسنیو کي خپور شوی، ویلي دي: »د دښمن ړوند پلان، د تحمیل سوي جګړې، اقتصادي فشار او سیاسي او تبلیغاتي محاصرې وروسته، د نظامي ماتې د جبرانولو له پاره د ملت پر ګونډو کولو له پاره د تفرقې او تجزیې رامنځته کول دي.«

خامنه اي په مارچ میاشت کي د امريکا او اسرائيل په بريدونو کي د خپل پلار (ستر مذهبي مشر علي خامنه اي) تر وژل کیدو وروسته په عام محضر کي نه دی راڅرګند سوی.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت په مارچ کي وویل چي مجتبی خامنه اي په دې بریدونو کي »ټپي سوی« او »احتمالاً شکل يې خراب سوی« دی.

https://p.dw.com/p/5ETzo
د لبنان؛ د اسرائیل بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ خرداد ۷, پنجشنبه

لبنان؛ د اسرائیل بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د پنجشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د اسرائیل بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي. 

یاد وزارت ویلي دي چې، په  سیدون ښار کې پر یوې ودانۍ د بمبار له امله پنځه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت دغه راز ویلي، چې اسرائیلي پوځ عدلون سیمه کې یو موټر په نښه کړی، چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي. ویل شوي، په دغو وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او د هغوی مور و پلار هم شامل دي.

تر دې مخکې، د پنجشنبې په ورځ د لبنان دولتي رسنیو (NNA) راپور ورکړی و چې د دغه هېواد په څلورم لوی ښار صور کې د اسرائیلو د بمبار له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

پر اوربند سربېره د بریدونو زیاتوالی

په داسې حال کې چې ټاکل شوې، د لبنان او اسرائیل د چارواکو تر منځ د جمعې پر ورځ واشنګټن کې خبرې وشي، د دې اونۍ په جریان کې د اسرائیل بریدونه زیات شوي دي.

سره له دې چې په اپرېل میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب اوربند شوی و، اسرائیل او د ایران له ملاتړه برخمنه ډله حزبالله لا هم پر یو بل ډزې کوي.

اسرائیل د حزبالله پر وړاندې د خپلې جګړې په لړ کې، چې د مارچ په پیل کې شدیده شوې، د لبنان په ختیځ او سویل کې پرلهپسې بریدونه کوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې هېواد به یې «خپل بریدونه لا زیات کړي، خپل ځواک به لوړ کړي او حزبالله به وځپي.»

لبناني چارواکي وایي، په تېرو له دوو میاشتو کمه موده کې تر ۳۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۱۰ زره نور ټپیان دي، او تر یو میلیون زیات کسان بېځایه شوي دي.

بل لور ته، حزبالله پر اسرائیل او په سویلي لبنان کې پر اسرائیلي ځواکونو د ډرونونو او توغندیو بریدونه کوي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د هېواد په شمال کې د ډرون برید له امله یو اسرائیلی سرتېری وژل شوی دی.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر وایي چې د حزبالله د ډرون بریدونو له امله د لبنان په سویل یا شاوخوا سیمو کې ۲۴ اسرائیلي سرتېري او د هېواد په شمال کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/5ETwS
د په انځورونو کي: د لبنان په جنوب او ختيځ کي د اسرائيل هوايي بریدونه له برخې تیريدل
۱۴۰۵ خرداد ۷, پنجشنبه

په انځورونو کي: د لبنان په جنوب او ختيځ کي د اسرائيل هوايي بریدونه

يو سړی د اسرائيل تر هوايي برید وروسته رسېدلی زیان ګوري
اسرائیل د ایران ملاتړي ډلي حزب الله پر وړاندي د خپلي جګړې تر ټولو سختي بمبارۍ پيل کړيانځور: Kawnat Haju/AFP
پر يوې ودانۍ د اسرائيل تر بريد وروسته لوخړي او لمبې
اسرائیل وايي د لبنان په سویل کي په ټایر ښار کي د بریدونو دمخه یې ملکي وګړو ته د وتلو امر کړی دیانځور: Kawant Haju/AFP
یوه ښځه د اسرائيل د هوايي برید وروسته د خپل کور د کنډوالو په منځ کي ولاړه ده
اسرائیل په روانه اونۍ کي د لبنان په جنوب او ختیځ کي تر ۱۲۰ ډېر هوايي بریدونه کړي ديانځور: Mohammed Zaatari/AP Photo/picture alliance
ښځه د اسرائیل تر هوايي برید وروسته ویجاړ سوی اپارتمان گوري
لبنان وايي چي یوازي د سې شنبې په ورځ بریدونو ۳۱ کسان وژلي او شاوخوا ۴۰ نور یې ټپیان کړي ديانځور: Mohammed Zaatari/AP Photo/picture alliance
يوه ښځه د اسرائيل تر هوايي برید وروسته په يوه ویجاړسوي اپارتمان کي
اسرائیل وايي چي د حزب الله زیربناوي او د قوماندې مرکزونه په نخښه کويانځور: Mohammed Zaatari/AP Photo/picture alliance
د اسرائیل د هوايي برید وروسته ویجاړه سوې ودانۍ
له دې سره چي له اپریل مياشتي راهیسي د امریکا په منځګړیتوب اوربند نافذ دی، د مارچ مياشتي له پیل راهیسي تر ۳۲۰۰ ډېر خلک وژل سوي او نږدې ۱۰۰۰۰ نور ټپیان سوي ديانځور: Mohammed Zaatari/AP Photo/picture alliance
https://p.dw.com/p/5ET4G
د ایران وايي د امریکا د بریدونو په غچ کي یې د امریکا اډه په نخښه کړې ده له برخې تیريدل
۱۴۰۵ خرداد ۷, پنجشنبه

ایران وايي د امریکا د بریدونو په غچ کي یې د امریکا اډه په نخښه کړې ده

د ایران د نشراتي ادارې د راپور له مخي، سپاه پاسداران د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د امريکا د بريدونو په جواب کي غچ اخيستونکي بريد کي بندر عباس ته نږدې يې د امریکا یوه اډه په نخښه کړې ده.

د ایران دولتي راډیو تلویزیون په وینا، سپاه پاسداران ويلي دي: »نن سهار د بندر عباس هوايي ډګر په څنډه کي پر يوې سيمي د امریکایي پوځ تر یرغل وروسته، د امريکا هغه پوځي اډه چي ترې بريد سوی وو، د سهار پر ۴:۵۰ بجو په نخښه سوه.«

سپاه پاسداران د هغي امريکايي اډې موقعیت نه دی په ډاګه کړی چي برید پرې سوی دی، خو کويټ چي د امریکا متحد دی، مخکي ویلي ول چي د پنجشنبې په سهار د توغندیو او ډرون بریدونو ته د جواب ويلي په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/5ESJn
د امریکا د ایران پر بندري ښار او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ خرداد ۷, پنجشنبه

امریکا د ایران پر بندري ښار او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

امریکایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د امریکا پوځ څلور ایراني بې پیلوټه الوتکي ویشتلي او په بندر عباس ښار کي یې د کنټرول پر یوه مرکز برید کړی ترڅو د پنځمي بې پیلوټه الوتکي د توغولو مخه ونیسي.

دا په دوهمه ورځ د واشنګټن د »دفاعي« بریدونو عمليات ول.

یوه امريکايي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ويلي دي: »دا اقدامات په بشپړ ډول دفاعي او د اوربند ساتلو له پاره ول.«

چارواکو وویل چي يادو بې پیلوټه الوتکو هرمز تنګي ته نږدې یو ګواښ رامنځته کړی وو.

مخکې له دې، پنټاګون اعلان وکړ چي د دوشنبې په ورځ د امریکا د شپې بریدونو د ایران د توغندیو د توغولو ځایونه او د ماینونو ایښودلو کښتۍ په نخښه کړې چي د امریکا ځواکونو او د بار وړلو لارو ته ګواښ وو.

https://p.dw.com/p/5ESCR
د نورو پستونو ښودل