1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا به پاکستان ته ۳۰۰ میلیون ډالري پوځي مرستي ورنکړي

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه

یوه امریکایي چارواکي ویلي چې امریکا به پاکستان ته په پوځي تاوانونو کې ۳۰۰ میلیونه ډالر ور نه کړي. دغه پریکړه تر هغه وروسته شوې چې د دفاع وزیراشتون، کانګرس ته ډاډ ور نه کړ چې پاکستان د حقاني شبکې بر ضد ریښتني اقدامات کوي.

https://p.dw.com/p/1JbSV
USA Verteidigungsminister Ashton Carter in Washington
انځور: Reuters/G. Cameron

د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ اړیکې په ورستیو وختونو کې ترینګلې شوې دي. ډیر شمیر امریکایي سیاستوال پر اسلام آباد باندې تور لګوي چې د حقاني پر ضد ریښتنې او پریکړنده اقدامات نه کوي.

د پنتاګون ویاند ادم ستمپ، د چهارشنبې په ورځ وویل: «تر اوسه پورې دغه پیسې د پاکستان حکومت ته نه دي ورکړل شوي، ځکه تر اوسه پورې د دفاع وزیر دا خبره نه ده تایید کړې چې پاکستان د حقاني شبکې پر وړاندې موثر اقدامات کړي دي.»

امریکا متحده ایالات دغه ۳۰۰ میلیونه ډالر د «متحدینو د ملاتړ له بودجې» څخه د امریکا متحده ایالاتو د دفاعي پروګرامولو په ترڅ کې پاکستان ته ورکوي. دغه پیسې د امریکا هغو متحدینو ته ورکول کیږي چې له ترهګرۍ او یاغیتوب سره په مبارزه کې یې پیسې مصرف کړي وي. پاکستان له دغه پروګرام څخه تر بل هر هیواد څخه ډیرې پیسې ترلاسه کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.07.2014):


«فيصله د قربانيانو اهميت نه کموي»

ستمپ ویلي دي: «دا پریکړه په هیڅ صورت د هغو قربانیو اهمیت نه کمی چې د پاکستان پوځ په تیرو دوو کلونو کې ورکړي دي.»

د پنتاګون د یادښتونو په حواله امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې د دې پروګرام په ترڅ کې ۱۴ میلیارده ډالر ورکړي دي.

د پنتاګون دغه پریکړه ښيي چې په داسې حال کې چې واشنګټن په شمالي وزیرستان کې د اسلام آباد د عملیاتو پرمختګونه به پام کې نیسي، خو د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه هم کوي.

پر پاکستان باندې د افغان حکومت له خوا ترهګرو او یاغیانو ته د پټنځایونو برابرولو تور لګول کیږي خو اسلام آباد تل دغه تورونه ردوي او وایي چې ځواکونه یې د یاغیانو پر واړنې په جګړه بوخت دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي: «پاکستان د ترهګرو تر منځ توپیر نه کوي. موږ پخپله پاکستان کې د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړې ده.»

خو کابل بیا وایي چې اسلام آباد په شمالي وزیرستان کې یوازې پر هغو یاغي ډلو باندې بریدونه کوي چې د دې هیواد له پاره ګواښ رامنځ ته کوي او د حقاني په څیر ډلو ته هیڅ هم نه وايي. دغه ادعا هم د پاکستان له خوا رد شوې ده.

په وروستیو وختونو د امریکا په کانګرس کې پاکستان ته د پوځي مرستو د استولو پر وړاندې حساسیتونه ډیر شوي دي ځکه د کانګرس یو شمیر غړي په دې باور دي چې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد کافي حساسیتونه ډیر شوي دي.