امريکا پر فلسطين مرسته کموي | آلمان او نړۍ | DW | 17.01.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

امريکا پر فلسطين مرسته کموي

دونالد ترمپ لومړی له فلسطين سره د نغدي مرستې د کمولو گواښ کړی وو، خو اوس د امريکا حکومت جدي دی او د مالي مرستو يوه برخه به ودروله شي. فلسطين سخت خواشينی دی.

د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت په منځني ختيځ کې له فلسطيني مهاجرو سره د ملگرو ملتونو د مرستې آژانس (UNRWA) ته ۶۵ ميليون ډالرو ورکړه ځنډولې ده. دا د هغو پيسو تر نيمايي زياتي دي چې د پلان له مخې بايد د ملگرو ملتونو د مهاجرو ادارې ته په ۲۰۱۸م کال کې د فلسطيني مهاجرو د مرستې له پاره ورکړل شوي وای.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستي له اداره سره د يوه ليک له لاري خپله دغه پريکړ شريکه کړې ده. دا ۶۵ ميليونه ډالر د روان کال له پاره د امريکا د مرستو لومړۍ برخه وه. په ټولیزه توگه دغه مرسته ۱۲۵ ميليون ډالرو ته رسيږي. د بهرنيو چارو د وزارت په حواله به باقي پاته ۶۰ ميليون ډالرو ورکړل شي.

«دا کومه جزا نه ده»

د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نويرت، په واشنگټن کې وويل چې دغه مرسته د تل له پاره له منځه نه ده وړل شوې. خو په دې اړه دقيقې ارزونې بايد وشي چې دغه مالي مرسته د کومو موخو له پاره کارول کيږي. سربيره پر دې نور هيوادونه هم بايد په د دې مرستو کې ډيره برخه پر غاړه واخلي. نوموړي وويل چې دلته هم بايد د ناټو د غړو هيوادونو په څير د بار عادلانه ویش موجود وي. دې زياته کړه چې امريکا دا گام د جزا د ورکړي په موخه نه دی اخيستی.

خو د فلسطنيانو استازو دا پريکړه په کلکه وغندله. د PLO يا د فلسطين د آزادۍ تنظيم سياستوالې حنان اشروي وويل چې امريکا متحد ايالات په دې گام سره له فلسطيني مهاجرو څخه د هغوی د زده کړې، ساتني او روغتيا حق اخلي. همدا راز د دغه سازمان مشر واصل ابو يوسف رويترز خبري آژانس ته وويل چې دا پريکړه تائیدوي چې امريکا د فلسطنيانو حقونه له منځه وړل غواړي.

امريکا متحدو ايالات په منځني ختيځ کې د فلسطيني مهاجرو د مرستې آژانس (UNRWA) ته تر ټولو زياته بسپنه ورکوي. ولسمشر دونالد ترمپ دوې اوونۍ دمخه گواښ کړی وو چې که چيري فلسطنيان له اسرائيلو سره د سولې خبرو اترو ته چمتو نه شي نو مرستې به پرې بندې کړي.

د مرستې د آژانس په حواله امريکا په ۲۰۱۶م کال کې د ټولې (۱،۲ ميليارد ډالرو) مرستو څخه په ټولیزه توگه کابو ۳۶۸ میليون ډالر ورکړي ول. د  UNRWA په وينا دوی پر نورو سربيره په اردن، لبنان او په فلسطيني سيمو کې له کابو ۵ ميليونه فلسطيني مهاجرو سره مرسته کوي.

Qu/jj(rtr,dpa,APE)(B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه:

DW.COM

اعلان