1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا هغه مهاجر اخراجوي چې په کرونا ويروس اخته وي

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

د امريکا متحده آیالاتو سفرونه ډېر محدود کړي‌ دي.‌ له دغه هېواده وتل ممکن دي. خو لاتيني امريکا ته اخراجونه هم دوام لري‌ چې ډېر شمېر اخراج شوي کډوال پکې د کوويد-۱۹ ناروغي لري.‌

https://p.dw.com/p/3cewm
Guatemala Guatemala-Stadt | Coronavirus: Aus den USA abgeschobene Guatemalteken
انځور: picture-alliance/dpa/AP/M. Castillo

د کرونا ويروس خپرېدنه لا په متحده آيالاتو کې دوام لري.‌ د مړو شمېر يې اوس ۹۰ زرو ته رسېدلی چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.‌ ولسمشر ترمپ متحده آيالاتو ته د سفر کلک محدوديتونه او د کډوالۍ ضد مقررات پلي کړي‌ دي. خو د لاتينې امريکې او کرابين په لور تر اوسه لا هغه الوتنې دوام لري چې مهاجر پکې اخراجيږي.‌ په سپرليو کې يې ډېر دغسې کسان هم موجود دي چې د کرونا په ويروس اخته وي.‌

منتقدين وايي‌ چې متحده آیالات په دې ترتيب په هغو هېوادونو کې اوس دغه ويروس خپروي چې د روغتيا سيستمونه يې له دغې وبا سره وړ چلن نه شي کولی. هايتي مثلا داسې يو هېواد دی چې ۱۱ ميليونه وګړي، خو يوازې ۶۰ تنفسي‌ آلې لري. د «مائيمي هېرلډ»‌ ورځپاڼې د يوه رپوټ تر خپرېدو وروسته پنځه تنه هايتيان چې د کرونا تېست يې مثبت ختلی وو، د خپل ټاټوبي په لور اخراج نه شول.

«د متحده آيالاتو حکومت ختماً د کوويد- ۱۹ وبا د شيوع يو برخه مسئوليت پر غاړه لري»، دغه خبره آريانا سويار چې د بشري حقونو د څارډلې د متحده آيالاتو د څانګې د کډوالۍ د چارو کارپوهه ده،‌ دويچه ويله ته ليکلې ده. د هغې په خبره «پر سفرونو د نړيوالو محدوديتونو او د روغتيا د چارو د کارپوهانو د سپارښتنو خلاف د کډوالۍ ادارې آی سي‌ اي هغه کسان اخراج کړي دي چې د ويروس د ازمايښت نتيجه يې مثبته وه.»

«د امريکا د لويې وچې ووهان»

يو دغسې هېواد چې د اخراجونو د لړۍ د پايلو سره مبارزه کوي، ګواتېمالا ده.‌ د دغه هېواد د روغتیا وزير،‌ هوګو مونروی، وايي‌ چې ۵۰ تر ۷۰ سلنه اخراج شوي کسان د کرونا ويروس هم لري. نوموړی زياتوي چې د متحده آيالاتو اخراجي الوتنې د هغه په هېواد کې د کرونا کړکېچ لا پسې زياتوي. نوموړي متحده آيالات «د امريکا د لويې وچې ووهان» وبلل.‌ ووهان د چين هغه ولايت دی چې د کرونا ويروس پکې په لومړي ځل وليدل او بيا له هغه ځايه په ټوله نړۍ کې خپور شو. د متحده آيالاتو د دموکرات ګوند ځينو سناتورانو، د ولسمشرۍ د پخوانيو نوماندانو، برني سنډرز او اليزابېت وارن په شمول،‌ د ترمپ حکومت ته يو پرانيستی ليک امضا کړی او لېږلی دی. په دغه ليک کې غوښتنه شوې چې هغه کډوال چې اخراجيږي بايد تر مخه د کوويد-۱۹ ازموينه وکړي. سناتورانو د بهرنيو چارو وزير، مايک پومپيو ته په خپل دغه ليک کې کښلي دي چې «د هغو کسانو چې کوويد-۱۹ لري، په اجباري ډول اخراجول له هغو بشري او روغتيايي‌ معيارونو څخه سرغړونه ده چې زموږ ملت يې بايد د وبا پر مهال مراعات کړي.»

کارلا بلايکر/ ن ص/ا ا