1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي

۱۴۰۱ اسفند ۲۲, دوشنبه

جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي دي. ويل سوي دي چي دغه تمرينات په تيرو پنځو کلونو کي تر ټولو ستر دي.

https://p.dw.com/p/4OaYJ
Nordkorea Training Abschuss von Raketen
انځور: KCNA via Reuters

د "Freedom Shield" يا د آزادۍ د سپر په نامه دغه مانورونه چي لس ورځي به دوام وکړي، د واشنگټن او سیول په حواله په سیمه کي د شمالي کوریا د مخ پر زیاتیدونکو یرغلونو له امله د «بدل سوي امنیتي چاپیریال» پر وړاندي د غبرگون په توگه ترسره کیږي. 

د دغو مانورونو تر پیل کیدو څو ساعته مخکي شمالي کوریا څرگنده کړه چي دوه ستراتیژیک کروز توغندي یې توغولي دي. د KCNA په نامه دولتي خبري آژانس په حواله دغه ازموينه بریالۍ وه او توغندي خپل ټاکل سوو هدفونو ته ورسیدل: «د توغندیو دغه آزموینه په داسي شرایطو کي د شمالي کوریا هوډ څرگندوي چي د امریکا امپریالیستان او د جنوبي کوریا گوډاگي ځواکونه د شمالي کوریا په وړاندي مانورونو کي په مخ پر زیاتیدونکي ډول په خپلو کړنو کي څرگندیږي.»

شي جین پینګ او پوتین: په ګډه د امریکا پر وړاندي

پیونګ یانګ مخکي له دې خبرداری ورکړی وو چي د سیول او واشنگټن دغه مانورونه کیدای سي د «جگړې د اعلان» په توگه تعبیر سي. شمالي کوریا دغو پوځي تمریناتو ته د یرغل د یوې آزمویني په سترگه گوري.

د تیر کال په پای کي د شمالي کوریا واکمن، کیم جونگ یون خپل هیواد د اټومي قدرت په توگه اعلان کړ. د جمعې په ورځ د شمالي کوريا خبري آژانس خبر ورکړ چي کیم دغو پوځي تمریناتو ته د یوې »ریښتیني جگړې« په سترگه گوري.    

د کوریا په نیمه ټاپو کي په دا وروستیو کي پوځي تاوتریخوالی ډېر سوی دی. په پیونگ یانگ کي کمونیستي مشرتابه په وار وار سره په سیمه کي د پوځي کړکېچ له زیاتیدو څخه خبرداری ورکوي. د شمالي کوریا له خوا دوامداره پاروني ته په کتو سره، جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو په دفاعي برخه کی خپل گډ کار لا پسي پیاوړی کړی دی.

GP/NZ/AG