1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د رای اچونې مرکزونه به نن تر ۶ بجو پرانیستي وي

۱۴۰۳ خرداد ۲۰, یکشنبه

د اروپا ټاکنو په وروستۍ ورځ په المان کې د رای اچونې لړۍ پیل شوه. ټاکل شوې ده چې ۶۵ میلیونه د رای ورکونې شرایطو درلودونکي کسان به په دې سیاسي بهیر کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/4gq48
Europawahl 2024 Symbolbild
انځور: Funke Foto Services/imago images

ټاکل شوې ده چې نن یکشنبه (د جون میاشتې ۹ نیټه) به د رای اچونې مرکزونه د سیمه ایز وخت مطابق د ماښام تر شپږو بجو پورې پرانیستي وي. دغه بهیر په المان کې د رای ورکونې شرایطو درلودونکو ۶۵ میلیونه نارینه او ښځینه وګړو ته فرصت ورکړي چې د اروپا په پارلمان کې خپل استازي وټاکي.

پر المان سربیره د اروپايي اتحادیې په شلو نورو هیوادونو کې د رای اچونې بهیر جریان لري. د هالنډ، ایرلنډ او سلواکیا په څیر هیوادونو کې د رای اچونې بهیر پای ته رسیدلی دی.

د اروپایي اتحادیي په ټولو غړو هیوادونو کې شاوخوا ۳۶۰ میلیونه وګړي د رای ورکونې د شرایطو درلودونکي کسان دي. دغه کسان د اروپا په پارلمان کې ۷۲۰ استازي انتخابوي. له دې ډلې ۹۶ یې د المان استازي دي.

د هند تر عمومي ټاکنو وروسته د اروپا ټاکنې په نړۍ کې په دیموکراتیک ډول د رای ورکونې تر ټولو ستر بهیر دی. دا د ټولو اروپايي هیوادونو په کچه یوازنۍ مستقیمې ټاکنې دي.

په دغو انتخاباتو کې د المان له ۳۵ سیاسي ګوندونو او ټولنو څخه شاوخوا ۱۴۰۰ نوماندان رقابت کوي. د نظر پوښتنو له مخې احتمال شته چې د اتریش، فرانسې او ایتالیې په ګډون په ډیر شمیر هیوادونو کې به ښي اړخي ګوندونه ډیرې رایې ترلاسه کړي.

په المان کې وړاندوېنې ښيې چې د مسیحي دیموکرات او د بایرن سوسیال مسیحي ګوندونو اتحاد به له ډیر توپير سره د اروپا په ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کړي.

د المان سوسیال دیموکرات، زرغون او د المان له پاره بدیل (AFD) ګوندونه به احتمالاً په یوه سطحه کې وي.

#د_اروپايي_ټولنې_ټاکنې

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د هالند ټاکنې د ټولې اروپا له پاره مهمې دي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب