1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان ته د يورو د دايمي ملاتړ اجازه ورکړل سوه

۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د المان د اساسي قانون محکمې د يوه حکم له مخي، هيواد ئې اجازه لري چي تر ځينو شرايطو لاندي د يورو د دايمي ژغورني د صندوق او د اروپايي ثبات له ميکانيزم سره يو ځای سي.

https://p.dw.com/p/167ki
انځور: Reuters

دغه راز د جرمني ستري محکمې دا پرېکړه هم وکړه چي حکومت بايد ددغه تړون د تصويب پر مهال دا اطمينان هم ورکړي، چي د دولتي پورونو ضمانت تر۱۹۰ ميليارده يورو ډېر نه سي.

د اروپايي ثبات ميکانيزم( EMS) ته د پيسو ورکول يوازي د جرمني پارلمان يا بونديس تاګ له خوا ددغه هيواد په پلازمېنه برلين کي د يوې پرېکړې په ترڅ کي ممکن دي. همدارنګه بايد د المان استازي دESM په شورا کي د جرمني د شورا او پارلمان غړو ته د دې زمينه برابره کړي، چي په دې اړه هراړخيز معلومات تر لاسه کړي.

د اروپا مالي بازارونه هم د المانۍ محکمې له دغه حکم څخه راضي دي . دا ځکه چي پخوا په دې اړه ډېر شکايتونه موجود ول. له يوې خوا نړيوال سياست او له بلي خوا د نړۍ مالي بازارونه په ډېره تلوسه سره د مالي اتحاد په اړه د کارلسروهه دغه حکم ته سترګي په لار وه.

د دغه حکم په اعلانولو سره اروپايي بازارونو يو څه پرمختګ کړی دئ. د روان کال د می له مياشتي راهيسي بيا تر نن ورځي پوري د يورو پيسه په خپل تر ټولو لوړ موقيعت کي ځای لري.

Merkel Bundestag nach ESM Entscheidung
انځور: Reuters

د يورو د اسعاري زون د۱۷غړو هيوادونو له جملې څخه المان هغه يوازينی هيواد وو چي د يورو د دايمي ژغورنکي له صندوق سره ئې خپله موافقه نه وه ښودلې. د پورونو د بحران د زياتېدو له کبله بايد د اروپايي ميکانيزم د ثبات په اړه پرېکړه، د جولای د مياشتي په سر کي سوې وای.

د يورو د اسعاري زون د ګروپ رئيس جان کلود يونکر، له هغه وروسته چي د کارلسروهه محکمې په دې اړه مثبته رايه ورکړه، غواړي د اکتوبر د مياشتي پر اتمه نېټه باندي د «اې اس ام» شورا له غړو سره د اول وار له پاره په لوکزامبورګ کي وګوري. په دغه شورا کي د يورو زون د ۱۷هيوادونو د ماليي چارو وزيران برخه اخلي.

اوس نو بايد د يورو دايمي ژغورنکی صندوق دESFS په نامه د اروپا د مالي ثبات د تسهيلاتو د صندوق ځای ونيسي. په دغه صندوق کي بايد د۷۰۰ ميلياردو په اندازه اصلي سرمايه واچول سي، او بيا نو تر۵۰۰ ميليارده يورو پوري پور ورکړي، او تر دغه بايد په هيڅ صورت کي زياته نه وي.

په دې ډول نو داسي هيوادونه لکه ايتاليا او هسپانيا کولای سي، چي د لږ سود په ورکولو سره له دغو مرستو څخه ګټه واخلي، تر څو له ډيواليتوبه ځان وژغوري.

فونيکس/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل