افغان مهاجرو د فرانسې یوه کلي ته د کریکټ لوبه رسولې | اروپا ته مهاجرت | DW | 13.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

افغان مهاجرو د فرانسې یوه کلي ته د کریکټ لوبه رسولې

د افغان او پاکستاني مهاجرو یوې ډلې د فرانسې یو وړوکی ښار د کرکیټ له لوبې سره معرفي کړی دی. هغوی دغه لوبه د رګبې په لوبغالي کې کوي.

سنت اومر، د کاله بندر په ۴۰ کلیو متري کې پروت دي. له همدې ځایه ډیر مهاجر له فرانسې څخه انګلستان ته د اوښتو هڅې کوي. په دې ښار کې هم د اروپايي هیوادونو د ډیرو نورو ښارونو په څیر د مهاجرو ادغام له ځان سره ځینې ستونزي هم راوړي.

خو د یو شمیر تازه ورسیدلو مهاجرو له کبله د سنت اومر ښار اوس د کرکیټ لوبې په یوه وړوکي مرکز بدل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې ډیر کسان په فرانسه کې د فوټبال او کریکیټ لوبې کوي.

دغه ښار په تیر سپتمبر میاشت کې هغه وخت په خبرونو کې راغی چې د افغانستان او پاکستان یو شمیر مهاجرو چې د «سنت اومر کریکټ کلب ستورې» په لوبډل کې لوبیدل د «هویتس دې فرانس» کپ وګاټه.

له افغانستان څخه راغلی مهاجر عطاالله عثمان خیل، وایي: «زه نه پوهیدم چې دلته په فرانسه کې هم خلک کریکټ کوي.»

دغه ۲۱ کلن افغان ځوان تر ډیر سخت او اوږد مزله وهلو وروسته ځان اروپا ته رسولی او په لومړي سر کې یې غوښتل چې انګلستان ته ولاړ شي. عطاالله شپږ میاشتې هڅې وکړي چې ځان په موټرو کې پټ کړي او له فرانسې څخه انګلستان ته واوړي، خو په دې و نه توانید.

بالاخره تیر کال د فرانسې چارواکو په ځنګله کې په خپل سر جوړ شوی د عطاالله او ډیرو نور کډوالو کمپ ویجاړ کړ او دغه افغان ځوان له یوه کورنۍ سره ژوند او د بریښنا په رشته کې یې خپلې زده کړې پیل کړې.

هغه وایي چې د کریکټ لوبه ورته د وطن یاد تازه کوي. په لوبډله کې بل افغان اوریاخیل هم همدا خبره کوي. د «سنت اومر کریکټ کلب ستوري» په لوبډله کې نزدې ۳۰ افغانان او پاکستانیان چې د ۱۵ او ۳۲ کلونو تر منځ عمر لري لوبیږي. لا تر اوسه پورې کوم ځایي اوسیدونکی په دې لوبډله کې نه دی شامل شوی.

اوریاخیل وایي چې د کریکټ لوبډله یې د کورنۍ په څیر ده: «دا لوبډله د هر چا له پاره ده، که فرانسوی وي، که افغان او یا هم که د بل کوم ځای.»

خو د رګبې په لوبغالي کې د دغو مهاجرو د کریکټ لوبې د سنپ اومر ښار ټول ۱۶۰۰۰ اوسیدونکي نه دي خوشحاله کړي. ځیني په دې ځای کې د مهاجرو د ځای پر ځای کیدو خلاف دي.

یو ځايي اوسیدونکی نیکولاس روچیس، چې له مهاجرو سره د ادغام په برخه کې د رضا کار په توګه کار کوي، وايي: «کله نا کله زه توهینیږم. کله ما پخپله توهینوي او کله بیا کلب ته سپکې وايي.»

هغه وایي چې د شته فشارونو له کبله باید د کریکټ د کلب غړي داسې کارونه وکړي چې د نورو له پاره مثال وي. داسې ښکاري چې تر اوسه پورې د رضاکارانو او لوبغاړو هڅو پایلې لرلې وي. د لوبډلې ټول غړي د اوسیدو ځای لري، په کار او یا هم زده کړو بوخت دي او د خپل کلپ نښان په ویاړ سره لیږدوي.

دغه کلپ تر جوړیدو یو کال وروسته وتوانید چې یو سیمه ایز کپ وګټي او د فرانسې د کریکټ «دریم دیویژن» ته لار وموندي. پر بریالیتوب سربیره، دغه لوبډله اوس نه غواړي چې په لویو لیګونو کې لوبه وکړي ځکه وایي لومړی باید امکانات مساعد کړي او بیا په ۲۰۱۸م کال کې سیالیو ته ووځي.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM