1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان کي ۱۰۰۰۰ امريکايي سرتيري پاتيږي»

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه

د «والستريت ژورنال» په حواله د امريکا متحده ايالات غواړي، چي په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل ۱۰۰۰۰ سرتيري په دغه هيواد کي پريږدي. خو کارپوهان وايي، چي هلته ۳۰۰۰۰ سرتيرو ته اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/16phh
انځور: Reuters

دغي ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۵) د امريکا د متحده ايالاتو د يوه لوړپوړي چارواکي، چي نوم ئې نه دئ اخيستل په حواله لیکلي دي، چي دغه پلان په افغانستان کي د امريکايي جنرال جان الن له طرحي سره سرخوري.

د ورځپاڼي په خبره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ امريکايي سرتيري د پاتېدو سپارښتنه کړې وه.

خو کارپوهان په دې نظر دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته وظايفو د ترسره کېدو له پاره نزدې ۳۰۰۰۰ سرتيرو ته اړيتا ده. دغه ځواکونه بايد له افراطيت سره د مبارزې له پاره افغان امنيتي ځواک و روزي.

اوس په افغانستان کي نزدې ۶۷۰۰۰ امريکايي سرتيري مېشته دي او پرهغو سربيره د ناټو۳۷۰۰۰ عسکر او ۳۳۷۰۰۰ افغان امنيتي ځواک د هيواد امنيت ساتي.

ځانگړی افغان امنيتي ځواک
ځانگړی افغان امنيتي ځواکانځور: dapd

د رواني مياشتي په نیمايي کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکا متحده ايالاتو د پوځي حضور پر سر باندي د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري اتري پيل سوې.

داسي اوازې دي، چي افغان ولسمشر حامد کرزی په خپل هيواد کي د امريکايي ځواکونو له پاتېدو سره موافق دئ.

خو د والستريت ژورنال د معلوماتو له مخي، د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه ستره غوښتنه دا ده، چي د جرم په صورت کي دي، امريکايي ځواکونه په افغانستان کي محاکمه سي.

له افغانستان سره د ستراتېژيک سند تر لاسليکولو وروسته د امريکا متحده ايالاتو ويلي ول، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان د پوځي حضور پر سر به له افغان چارواکو سره خبري پيل کړي.

افغان چارواکو ويلي ول، چي په ستراتيژيک سند کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکا د پوځي حضور په اړه څه نه سته او په دې اړه له امريکايي ځواکونو سره خبري پيل کړي، چي نزدې يو کال به دوام وکړي.

د ستراتيژيک سند د لاسليکولو په مخ کي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو تر کنترول لاندي زندانونه ول، چي وروسته بيا دواړي خواوي موافقې ته سره ورسېدل.

فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل