1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ناټو دوه تنه سرتیري ووژل شول

۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبه

په افغانستان کې د شنبې په ورځ د ناټو دوه تنه سرتیري وژل شوي دي. چارواکو ویلي دي چې دغه سرتیري د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو په یوه برید کې له منځه تللي دي.

https://p.dw.com/p/15fsU
انځور: dapd

ناټو د تل په څیر د وژل شوو سرتیرو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي. په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه ډیر وخت د خپلو وژلو شوو سرتیرو نومونه، د هغوی د وژل کیدو ځاي او د پېښې نور جزئیات نه بربنډوي.

تر دې پخوا د جمعې په ورځ طالبانو د کندز په ولایت کې یو دیني عالم، یو سیمه ییز مشر او یو پولیس وواژه. د کندز ولایت یوه چارواکي ویلي دي چې طالبانو دغه وگړي له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

په وروستو وختونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښي زیاتې شوې دي. ناټو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې یاغیانو د روان کال په جون میاشت کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې تر بل هر وخت ډیر بریدونه کړي ول.

ناټو همداراز اعلان کړی دئ چې په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د یاغیانو په بریدونو کې د تیر کال د همدې مودي په پرتله ۱۱ سلنه لوړوالی راغلی دئ.

ناټو په بریدونو کې د لوړوالې لامل، په افغانستان کې د کوکنارو مخکې له وخته حاصلات او همداراز د افغان امنیتي ځواکونو د شمیرې لوړیدل او په عملیاتو کې د هغوی ونډه ښوولې ده. په افغانستان کې یوازې په روان کال کې ۲۶۰ بهرني سرتیري په بیلابیلو پېښو کې وژل شوي دي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایله پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووځي. تر دغه نیټې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

یو شمیر کارپوهان اوسنیو ناامنیو ته په کتو سره وایي چې کیدای شي افغان ځواکونه په یوازې سر له خپل هیواد څخه ساتنه و نه شی کولای.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض