1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د نورو مهاجرو اخراج

۱۳۹۷ مهر ۹, دوشنبه

په افغانستان کي پر ورځ تر بلي خرابېدونکي امنيتي وضعيت سربيره پتېيل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ له جرمني څخه يوه بله ډله افغان مهاجر اخراج سي.

https://p.dw.com/p/35lyv
Deutschland Abschiebung abgelehnter Asylbewerber | Flughafen Leipzig-Halle
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تائيد کړې ده چي د سه شنبې په ورځ يوه بله الوتکه چي افغان مهاجر به پکښې وي له جرمني څخه پرواز وکړي او د چهارشنبې په ورځ به کابل ته ورسږي.

د جرمني په بايرن ايالت کي د مهاجرو شورا ويلي دي چي دغه پرواز به له مونشن هوايي ډگر څخه وي.

د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي تر اوسه پوري په ۱۶ پروازونو کي ۳۷۰ افغان مهاجر افغانستان ته په ډله ايزه توگه اخراج سوي دي.

له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده، ځکه په افغانستان کي امنيتي وضعيت خراب او د وسله والو طالبانو او داعش جنگياليو فعاليتونه نور هم پراخ سوي دي.

د پوځي معلوماتو له مخي وسله وال طالبان د افغانستان د ټولو ولسواليو پر ۱۴ سلنه باندي کنترول لري او ۳۰ سلنه پر سر يې جگړه روانه ده.

 

زموږ له ارشيف څخه: