اسلامي خیریه سازمان خپلي ژمنۍ مرستي ویشي
۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبهد اسلامیک ریلیف (Islamic Relief) سازمان مشر، طارق عبدالعلم دغه خبر پرون یکشنبه (د ډسمبر میاشتي اتمه نیټه) د جرمني د کولن په ښار کي ورکړ. هغه وويل: «زموږ ژمني کومکونه تر ټولو دمخه پر ډیرو اړو او مجبوره کسانو باندي ویشل کیږي.» دغه مرستي به لومړی داخلي بې ځایه سوو کسانو، یوازي پاته سوو ښځو، معیوبینو، میندوارو او شیدي ورکونکو ښځو او همدارنگه د سؤ تغذي سره مخامخ کوچنیانو سره تر سره سي.
پروسږکال د دغه سازمان له مرستو څخه په افغانستان، یمن، بوسنیا او سوریه کي تقریبأ ۲۶۵۰۰ انسانان مستفید سوي ول.
اسلامیک ریلیف سازمان د آلمان څانگه په ۱۹۹۶ م کال کي په کولن ښار کي تأسیس سوه. دهغه د خپلو معلوماتو پراساس دغه سازمان د اسلامیک ریلیف سازمان د شبکې یوه برخه ده، کوم چي په اروپا ، اسیا، افریقا او امريکا متحده ايالاتو کي څانگي لري. دغه سازمان په ۱۹۸۴ م کال کي د افریقا په ښکر کي د سختي لوږي او قحطۍ په عکس العمل کي رامنځته او تأسیس سو.