« اروپا د مهاجرت يو ريښتيني سياست ته اړتيا لري»
۱۳۹۶ مهر ۸, شنبههالندۍ ورځپاڼې « دې فولکسرانت»، د شنبې په ورځ په دې اړه ليکلي دي: « د اروپايي اتحاديې کميسيون په خپل دغه وړانديز سره ښيي چې هم د مهاجرو د امنيت احساس، هم د کار او زده کړې خبره او همدا ډول د اروپايي اتحاديې د دولتونو مخ پر زړيدونکي نفوس ته په کتلو، د بشري قوی اړتيا درک کوي».
دغه ورځپاڼه زياتوي، که دواړه خواوې په نظر کې ونيول شي، په دې صورت کې به د مهاجرت د کنترول وړ، ريښتينې امکانات رامنځته شي.
د چارو کارپوهان له کلونو راپديخوا د يو منظم مهاجرت سپارښتنه کوي تر څو يې له مخې مهاجر وشي کولی د يو ټاکلي وخت له پاره د زده کړو په خاطر اروپا ته ورشي او بيا له پيسو او زدکړې سره بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي. په دې ترتيب به د هغوي هيوادونه ته د چټکو پرمختګونو امکانات برابر شي.
د هالندۍ ورځپاڼې په آند، اوس مهال اروپايي اتحاديه له دې ستونزې سره لاس او ګريوان ده چې څرنګه له ترکيې څخه د څو زره ترکيې مهاجرو د منلو په اړه موافقه عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې د يونان او ايتاليا مهاجرو د ناکامه ويش په اړه، د تر ټولو بدو پايلو لرونکې انديښنې راولاړې کړي دي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لوړ شمير مهاجرتونو د مخنيوي په موخه، په راتلونکو دوو کلونو کې به اروپا ته لږ ترلږه د ۵۰ زره قانوني مهاجرو د راتګ امکانات برابر کړي. د شوي اعلان مطابق، له دغو امکاناتو څخه به تر ټولو دمخه د نايجر، سودان، چاد او ايتوپیا هيوادونه برخمن کيږي.
هغه هيوادونه چې د دغه پلان په چوکاټ کې مهاجر مني، د هر مهاجر په سر به د اروپايي اتحاديې له بوديجې څخه ۱۰ زره يورو مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
«دي فولکسرانت» ورځپاڼه زياتوي، د دغو نغدي امکاناتو په تر لاسه کولو سره به، ښايي دغه چمتوالی نور هم پراخ شي چې په پايله کې به یې د مهاجرت يو ريښتينی سياست رامنځ ته شي.
hm/rsh (dpa)