اروپایي اتحادیې له افغانستان سره خپلې بیړنۍ مرستې دوه برابره ډیرې کړي | افغانستان | DW | 21.11.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

اروپایي اتحادیې له افغانستان سره خپلې بیړنۍ مرستې دوه برابره ډیرې کړي

اروپایي اتحادیې له افغانستان سره سږ کال خپلې بیړنۍ مرستې ۷۷ میلیونه یورو ته لوړې کړي دي. د اروپایي اتحادیې کمیسیون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مرستو د ډیروالي دلیل په افغانستان کې «د بشري وضعیت خرابیدل» دي.

اروپایي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له افغانستان سره نورې ۴۰ میلیونه یورو اضافي مرستې د روغتیا په برخه کې د عاجلو خدماتو، سرپناه، د څښاک د پاکو اوبو او د ماشومانو او د ښځو د ساتنې له پاره ځانګړې شوي دي.

د دغو مرستو ۸۰ سلنه مستقیما افغانستان ته ورکول کیږي او باقې پاتې یې ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته ځانګړې شوي چې دغه دواړه هیوادونه په ګډه د شپږ میلیونو افغان مهاجرو کوربتوب پر غاړه لري.

د اروپایي اتحادیې د کمیسیون د بشري مرستو کمشنر کریستوس ستایلیانیدس، ویلي دي: «د روان میلادي کال له پېل راهیسې نه یوازې د حکومت او غیر دولتي وسلوالو ډلو تر منځ جګړې زور اخیستی بلکې ویجاړونکو سیلابونو هم دغه جګړه ځپلي هیواد ته زیان اړولی.»

sr/bs (afp)

اعلان