1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویس

اروپايي محکمه کي اول ځل د اقليمي بدلون ضد دعوی بريالۍ سوه

۱۴۰۳ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

د سویسي متقاعدو ښځو یوې ډلې د بشري حقونو له پاره د اروپايي محکمې په مخکي په خپلي اقلیمي دعوی سره تر یو ځایه خپل حق ترلاسه کړ.

https://p.dw.com/p/4eZpM
Richterhammer liegt auf EU-Flagge
انځور: DesignIt/Zoonar/picture alliance

د محکمې قاضیانو د سه شنبه په ورځ  (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۹ نېټه) په شتراسبورگ کی پریکړه وکړه چي د دغو ښځو ځیني حقونه د سویس د حکومت له خوا د ناکامیو له امله تر پښو لاندي سوي دي.

دغو څه د پاسه ۲۰۰۰ ښځو شکایت کړی وو چي د هوا په گرمیدو سره د هغوی د مړینې خطر ډیر سوی دی. په دې کار کی حکومت هم مسوول بلل کیږي. د دغه حکم په وړاندي استیناف ممکن نه دی.

دا کار د دې سبب کیږي چي د سویس حکومت باید د اقلیم ساتنې په برخه کی خپلي هلي ځلي لا پسې زیاتي کړي. برعکس د جرمني په شمول د ۳۲ اروپایي هیوادونو په وړاندي د شپږو پرتگالي تنکیو ځوانانو اقلیمي دعوی له ناکامۍ سره مخامخ سوه. نوموړې محکمې ځان په دې برخه کی مسوول ونه باله او هغه یې ملې محکمو ته وسپارله. همدارنگه په فرانسه کی د یوه پخواني ښاروال دعوی هم بریالۍ نه سوه.

د سویس په هکله دغه پریکړه، په آلمان کی د ۲۰۲۱ کال د جرمني د اساسي قانون په محکمه کي د څو تنکي ځوانانو د دعوې خاطرات تازه کوي. هغوی دلیل راوړی وو چي یوه مناسب راتلونکي ته د هغوی حق د چاپیریال ساتني په برخه کي د  جرمني د نیمگړو هڅو له امله له خطر سره مخامخ دی. محکمې په اصل کي له هغوی سره موافقه وکړه. وروسته جرمني خپل د چاپیریال ساتني قانون ته تغییر ورکړ او هغه یې سخت کړ.



آ./گ.غ.پ./ا.ا.