1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ادلب: هوايي بريدونو ۱۷ انسانان وژلي دي

۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبه

په وژل سوو ۱۷ انسانانو کي شپږ ماشومان هم شامل دي. د نا تائيد سوو ادعاو له مخي دغه هوايي بريدونه د روسيې د جنګې الوتکو له خوا سوي دي.

https://p.dw.com/p/3O3Mk
Luftangriffe in Syrien
انځور: AFP/A. Hammam

د هغو معلومات د تائيد او یا ردول ډېر مشکل دي چي د فعالينو له خوا پکښي ادعا سوې چي په ادلب کي بمباري د روسي جت الوتکو له خوا سوې ده. په هر صورت په پاريس کي غوسه مخ په زياتېدو ده.

فرانسې په ادلب کي په سمدلاسه توګه د هر ډول جنګي فعاليتونو د درولو ږغ کړی دی. د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت په زیاته بيا هغه هوايي بريدونه په سخته توګه غندلي دي چي په ادلب کي د مهاجرو پر يو کمپ تر سره سوي. لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار د سازمان فعالينو ادعا کړې چي په دا ډول يو بل بريد کي د ۶ ماشومانو په شمول ۱۷ انسانان وژل سوي دي. زياته سوې چي دغه بريد د حس په سيمه کي تر سره سوی دی. د فعالينو په وينا په دغو بريدونو کي تقريبا ۳۰ نور انسانان ژوبل سوي هم دي چي پکښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د ياد سازمان فعالينو د دغو بريدونو پړه پر روسي جت الوتکو اچولې ده. ماسکو د سوريې په کورنۍ جګړه کي د ولسمشر بشارلاسد د رژيم مهم ملاتړی دی. اپوزيسيون ته نژدې ياد سازمان د روان کال د جولای په مياشت کي هم روسيه په دې تورنه کړې وه چي د ادلب پر معرة النعمان سيمه باندي يې بمباري کړې ده. هغه وخت ويل سوي ول چي په دغو بريدونو کي ۴۱ ولسي وګړي وژل سوي دي. خو مسکو دغه تورونه رد کړي ول.

ويني د ولسي خلکو توييږي

له دې مخکي ترکيې چي د ياغيانو ملاتړ کوي، د روسيې سره پر دې تفاهم کړی وو چي په ادلب کي د تاوتريخوالي د کمولو په مقصد به يوه حايله سيمه رامنځ ته کوي. ادلب د سوريې په شمال لوېديځ کي واقع سيمه ده. د ياد تفاهم مقصد دا وو چي د حکومت د تعرض مخه ونيوله سي. خو پر ياد تفاهم سربیره د اسد رژيم او ملګري روسي ځواکونه يې د اپريل له مياشتي راهيسي مخ په زياتېدونکې توګه د ياغيانو او جهادستانو پر ضد عمليات کوي او يوه مهمه سيمه يې هم ورڅخه نيولې ده. په دې ترڅ کي تر ۸۲۰ څخه زياتو ملکيانو او جنګياليو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 

دغه سيمه تر اوسه پورې القايدې ته د نژدې »هيئة تحرير الشام« ډلې تر برلاسيتوب او اغېز لاندي وه. د ادلب په شاوخوا سيمو کي نژدې درې میليونه انسانان ژوند کوي چي نيمايي يې شړل سوي کسان دي. د بشري حقونو سازمانونه د ډیرې جدي او خرابي بشري وضعې څخه خبره کوي. په دې ترڅ کي ګڼ شمېر مهاجر او بېځايه سوي انسانان په موقتي او بېړنۍ توګه د ادلب پر څنډو او يا په ادلب کي د نامکمله ودانيو دننه په جوړوو سوو سرپناو کي ژوند کوي.
 

(afp, dpa, rtr) aa/ms