اخضر براهیمي سوریې ته سفر کوي
۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سهشنبهاعلان
د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ نوي ځانگړي استازي لخضر براهیمي، ویلي دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د سوریې پلازمینې دمشق ته سفر وکړي، خو پر دې مطمین نه دئ چې آیا د ولسمشر بشارالاسد سره به وویني او که نه.
تیره ورځ په قاهره کې هغه د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل او د سوریې کړکیچ ته د پای د ټکي دکیښودو په اړه ئې د غیر واقعبینانه توقعاتو لرلو په اړه خبرداری ورکړ. دغه الجیریایي دیپلومات د مخکني استازي کوفي عنان تر استعفا وروسته د هغه د ځای ناستي په توگه ټاکل شوی دئ.