1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش نور مهاحر نه شي منلای

۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبه

د اتریش د صدراعظم مرستيال د دوشنبې په ورځ وویل چې هیواد يې تر۱۰۰ زرو زيات مهاجر نه شي منلای. هغه همداراز د اتریش ګاونډي هیواد آلمان څخه هم غوښتنه وکړه چې د مهاجرو راتګ محدود کړي.

https://p.dw.com/p/1HR6I
انځور: Reuters/M. Dalder

په منځني ختیځ، افغانستان او ځینو نورو هیوادونو کې د جګړو له کبله په سلونو زره انسانان تېښتي ته اړ شوي دي او له سپتمبر میاشتي راهیسي ډېر مهاجرو له بالکان هیوادونو څخه تر تیریدو وروسته ځانونه د اروپایي اتحادیې نورو غړو هیوادونو ته رسولي دي.

د دغو مهاجرو ډېر آلمان ته رسېدلي خو اتریش وايي چې سږ کال یې ۹۵ زره د پناه غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي چې د دې هیواد د نفوس یو سلنه جوړوي. په ۲۰۱۴م کال کې په دې هیواد کې ۲۸ زره کسانو د پناه غوښتنه کړې وه چې ۳۸ سلنه یې ومنل شول.

د ORF رادیو سره د خبرو پر مهال راینهولد میترلیهنر، چې د اتریش د خلکو ګوند غړی دی او دا ګوند هم د دغه هیواد د حکومت ائتلافي شریک دی، ویلي دي: «د ۱۰۰-۹۰ زره کسان[مهاجر]... تر دې ډیر هیڅ امکان نه لري».

اروپاته د مهاجرت په اړه نور معلومات

د اتریش صدراعظم ویرنر فیمان، چې د دغه هیواد د سوسیال دیموکرات ګوند غړی دی او د محافظه کارانو په پرتله یو سه مهربانه تګلاره لري، په ورستیو څرګندونو کې یې ویلي دي چې اتریش باید د هغو مهاجرو بیرته اصلي هیواد ته د استولو [دیپورټ] پیل کړي چې د پناه غوښتنه یې نه منل کیږي.

فیمان همداراز پر دې هم ټينگار کړی دی چې د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل سره په تفاهم د مهاجرو پر تګلارې پریکړې شوي دي.

بیساری مهاجرت

په اروپا کې آلمان تر بل هر هیواد ډیرو مهاجرو ته پناه ورکړې ده. د دې مهاجرو تر ټولو لویه برخه سوریایي مهاجر جوړوي او ورپسې بیا افغانان دي.

اټکل کیږي چې د ۲۰۱۵م کال تر پايه پوري آلمان ته یو میلیون مهاجر ځانونه ورسوي. دا مهاجر له جګړه ځپلو هیوادونو څخه ترکیې ته ځي او د اوبو له لاري ځانونه اروپا ته رسوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان په یو ورستي رپوټ کې ویل شوي دي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ډېر کسان یا په خپلو هیوادونو کې بې ځایه شوي دي، په بل هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړي ده او یا هم مهاجر شوي دي. دا سازمان همداراز وایي چې د ۲۰۱۵م کال شمېرې به لا هم زړه دردونکي وي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان ریس انتنیو ګوتیرس په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «جبري بې ځایه کیدل زموږ پر اوسني حالت ژوره اغېزه لري. هیڅکله هم د اوس په شان له هغو بې ځایه شویو کسانو سره چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي د زغم، مینې او همدردۍ له پاره اړتیا نه وه محسوس شوې».

سر بیره پر دې چې ګومان کیږي ډیر مهاجر اروپایي او شمالي امریکایي هیوادونو ته ځانونه رسولي وي خو د ملګرو ملتونو د دې رپوټ په حواله ډېرو کسانو هغو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی چې له جګړه ځپلو هیوادونو سره پوله لري.