اتريش: اوس هم د مهاجرو شمیر ډېر زيات دی
۱۳۹۵ دی ۲۸, سهشنبهپه ۲۰۱۶ م کال کې د هغو کسانو شمیر چې په اتريش کې یې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي د یو کال مخکي په پرتله ډیر کم شوی دی. خو د نویو ارقامو له خپریدو سره د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا شمیر اوس هم ډیر لوړ دی.
په ۲۰۱۶ کال کې نژدې ۴۲ زرو تنو په اتریش کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې دا تر هغه د یوه کال مخکې یعنې ۲۰۱۵م کال په پرتله چې په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی وو او ۹۰ زره کسانو په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې وه، ډیر کم شوی دی.
خو په یوه سند کې چې د اتريش د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ زوبوتکا، څخه نقل شوی او د اتريش د ملي خبري آژانس له خوا خپور شوی دی راغلي دي چې اوس هم د مهاجرو شمیر ډیر لوړ دی.
په دغه هیواد کې د پناه غوښتنلیکونو شمیر پر را ټیټیدو سربیره د هغو مهاجرو شمیر چې عمدتاً له افغانستان، سوریې، عراق او پاکستان څخه دغه هیواد ته ورغلي دي، د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه چنده او د ۲۰۱۳م کال په پرتله درې برابره زیات دی. دا کار په اتریش کې د تودو سیاسي بحثونو د راپورته کیدو سبب شوی دی.
یو شمیر هغه کسان چې په اروپا کې ترسره شویو خونړیو جهادي بریدونو کې یې لاس درلود، له جعلي اسنادو څخه په استفادې د اتريش له لارې «د هغو کسانو په منځ کې چې له مجبوریته مهاجر شودي دي» اروپا ته راغلي ول.