1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په سپوږمۍ کې به د امریکا نوی ایالت جوړ شي؟

۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعه

په ۱۹۷۵م کل کې د کليفورنيا پوهانو، مهندسانو او انجينرانو د امريکا د فضايي ادارې ناسا په استازيتوب په سپوږمۍ کې د ژوند کولو له پاره يوه طرحه وړاندې کړه چې ناکامه شوه.

https://p.dw.com/p/149TO
انځور: NASA

په وروستيو اونیو کې څرګنده شوې ده چې ناسا یو ځل بیا غواړي چې په سپوږمۍ کې د يوې اډې په اړه فکر او تحقیق وکړي.

د امریکا په فلوريدا ایالت کې د ناسا ډېر کارکوونکي ژوند کوي. د دغه ایالت په «کېپ کېنېورل» کې د «کېنډي فضايي مرکز» پروت دﺉ. څیړونکي له دې څخه شکايت کوي چې سپوږمۍ ته د تګ پروګرامونه ختم شوی دي او د «سپيس شټل» دوره هم تېر کال پای ته ورسېدله.

دا لومړۍ ځل نه دئ چې ناسا په سپوږمۍ کې د اډې د جوړولو هڅه کوي
دا لومړی ځل نه دئ چې ناسا په سپوږمۍ کې د اډې د جوړولو هڅه کويانځور: AP

په امريکا کې ولسمشرۍ ته ولاړ د جمهوري غوښتونکو نوماند نيوټ ګينګريش، د خلکو د رايو د جلبولو په غرض دغه وړانديز وکړ: «ما په کانګرس کې د خپل کاري ژوند په ابتدايي پړاو کې د فضايي چارو په برخه کې داسې مقررات وضع کړل چې له مخې ئې ديارلس زره امریکایان په سپوږمۍ کې پاته شي.»

ګينګريش ویلي وو چې دغه کسان باید هڅه وکړي چې سپوږمۍ د امریکا متحده ایالاتو په یوه نوي ایالت بدله کړي.

ګينګريش دغه خبرې کيپ کېنوېرل ته څېرمه د ډېرو محافظه کارو سياستوالو په وړاندې کولې. دغه سیاستوال د هغه د څرگندونو په ویاړ چک چکې کولې.

گینگریش غوښتل چې د ولسمشر کیدو په صورت کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې خپل پلان عملي کړي. خو نوموړي سياستوال په فلوريدا کې مقدماتي ټاکنې وبايللې او د هغه دا پلان د عمل جامې وا نه غوستلې.

ټوله امريکا تر اوسه پورې پر گینگرش ملنډې وهي مګر د هغه له څرگندونو څخه درې اونۍ وروسته امريکايان يو ځل بيا هېښ حيران پاته ول. داسې نه ده چې خبره سمدلاسه په سپوږمۍ کې د يوې اډې د جوړولو د عملي کېدلو په سر وي، خو د ناسا د فضايي عملياتو د څانګې مشر ويليم ګېرستنماير، د اپريل تر مياشتې پورې د دغه پلان د عملي کېدو په اړه يوه څېړنه په لاره اچولې ده.

د ناسا د فضايي عملیاتو د څانگې مشر غواړي چې په سپوږمۍ کې د یوې اډې د جوړولو په اړه څیړنې وکړي. ښايي په دغه اډه کې د خلکو د اوسیدلو له پاره هم امکانات برابر شي. له دغې اډې څخه به ستورمزلي د سپوږمۍ په اړه اکتشافي پروژې مخ ته وړي.

د دغې اډې له لارې کېدای شي په راتلونکي کې له ننګونو څخه ډک فضايي ماموريتونه په لاره واچول شي او د فضا پټ رازونه بربنډ شي.

نسیم صابر/ هسلمن
کتونکی: مسعود جهش