1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا امریکا رښتیا د شمالي کوریا پر ضد د جګړې اعلان کړی؟

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر ولسمشر تور لګولی دی چې د دوی پر وړاندې یې جګړه اعلان کړې ده. ري یونګ هو، په نیویارک کې ویلي دي چې شمالي کوریا په نړیواله فضا کې د امریکایي الوتکو د ویشتلو حق لري.

https://p.dw.com/p/2khI0
Korea-Konflikt 2017, US B-1 B-Bomber
انځور: picture-alliance

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د لفظي ناندریو په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر پر ضد څرګندوني کړي دي. دغه خبرو د پیونګ یانګ او واشنګټن تر منځ د یوې احتمالي اتومي جګړې د لرلید په هکله اندیښنې راپارولي دي.

ري یونګ هو، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ دباندي خبریالانو ته وویل «ټوله نړۍ دا باید په روښانه توګه په یاد ولري، چې دا امريکا وو چې لومړی یې زموږ د هیواد پر ضد جګړه اعلان کړه.»

هغه ويلي دي«له هغې راهیسې چې متحدو ایالاتو زموږ د هیواد پر وړاندې جګړه اعلان کړې، موږ د هر ډول متقابلو تدابیرو حق لرو، د دې حق په گډون چې د متحدو ایالاتو ستراتيژیکي بم غورځونکي الوتکې که آن د هیواد په داخلي فضا کې نه وي وولو.»

ري، د ترمپ د ټویټر هغه پیغام ته اشاره کوله چې د میلادي اوونۍ په پای کې یې خپور کړی وو. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د ري، تر وینا مخکي ترمپ په خپل ټویټ کې لیکلي ول چې د شمالي کوریا رژیم به د ډیر وخت له پاره پاتې نه وي.

Nordkorea Außenminister Ri Yong Ho
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير، ريانځور: Imago/Kyodo News

د ري، په خبره «دې پوښتنې ته به هغه څوک جواب ووایي چې ډیر وخت به پاته وي.» د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته دغه څرګندونې هغه مهال وکړي چې له ملګرو ملتونو څخه د وتو په حال کې وو. هغه له خپل موټر څخه بیرته راستون شو او خبریالانو ته يې زیاته کړه چې د ترمپ له لوري د جګړې د اعلان په رڼا کې، ټول انتخابونه به د شمالي کوریا د مشر پر میز کښیودل شي.

خو ري، د متحدو ایالاتو د دوشنبې د ورځې د دې پریکړه په هکله کومه تبصره و نه کړه چې د شمالي کوریا اتباع هم په هغه لیست کې شامل کړل شوي دي چې متحدو ایالاتو ته یې پر سفر بندیز دی.

سپینه ماڼۍ: موږ د شمالي کوریا پر وړاندې جګړه نه ده اعلان کړې

سپیني ماڼۍ د دوشنبې په ماسپښین د ري، څرګندونې بې معنا بللي دي. د سپیني ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي دي: «موږ د شمالي کوریا پر وړاندې جګړه نه ده اعلان کړي.» سپیني ماڼۍ د شمالي کوریا له لوري د امریکايي پوځي الوتکو د ویشتلو ادعا باندي هم نیوکي کړي دي. د سندرز په خبره دا هیڅکله د یوه هیواد له پاره مناسبه خبره نه ده چې د یوه بل هیواد الوتکه په نړیواله فضا کې وولي.

د پېنتاګون غبرګون

تر دې د مخه د دوشنبې په ورځ د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت (پېنتاګون) هوډ ښوولی وو چې ولسمشر ترمپ ته به د شمالي کوریا د پوځي ګواښونو پر وړاندي د عمل کولو له پاره ټول انتخابونه وړاندي کړي.

د پېنتاګون ویاند روبرت میننګ، د ري له تبصرې لږ څه وروسته ویلي دي: «که چیرې شمالي کوریا خپل لمسون و نه دروي، موږ به دا خبره یقیني کړو چې ولسمشر ته د شمالي کوریا پر وړاندې د چلن له پاره ټول انتخابونه وړاندې کړو.»

په عین وخت کې پيکینګ له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې له دې لاس واخلي چې یو او بل لا پسې تحریک کړي.