آيا کابل خوندي دی؟
۱۳۹۱ اسفند ۲۶, شنبهنيول شويو چاودېدونکو توکو دا وړتيا لرله چې په زرګونو انسانان له منځه يوسي. په دې ترڅ کې ځينې وړې امنيتي پېښې هم رامنځ ته شوې. د موسی جان په نوم د کابل د پغمان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل چې تېره ورځ د پغمان په بازار کې وسله والو کسانو یو سړی په ډزو وویشت او ویي واژه.
د پغمان يو چارواکی چې دخپل نوم له اخيستلو څخه ډډه کوي، دا خبر مني او وايي چې دغه کس تېره ورځ غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په بازار کې د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو ووژل شو چې ويل کيږي دغه کس د ملي امنیت د مامور په توګه کار کاوه.
عام وګړي له ناامنۍ څخه سر ټکوي
د کابل یو شمیر اوسیدونکي په داسي حال کې چې له هدفي ترورونو اندیښمن دي تر څنګ یي د طالبانو له ډله یزو بریدونو څخه هم وېره لري. عام خلک وايي چې پولیس د تلاشۍ ډېرې پوستې لري خو بیا هم ځانمرګي بريدونه تر سره کيږي.
دا چې عام وګړي په پلازمېنه کې هم اندېښنې لري او د خوندی توب احساس نه کوي، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې ځانمرګي بریدونه د دښمن د کمزورتیا بېلګه ده نه د قوت ځکه چې هغوی ته کومه بله لاره نه ده پاته:
«په دې خاطر چې هغوی نور د مخامخ جګړې توان نه لري، هغوي ځانمرګو بریدونو ته مخه کوي. هغوی د خپلو کسانو مغزونه مینځي او ځانمرګو بریدونوته يي هڅوي.»
امنيتي کارپوهان څه وايي؟
خو د امنیتي چاروکارپوهان بیا د حکومت دا خبرې نه مني. د امنیتي چارو کارپوه جنرال امرالله امان په دې باور دی چې مخالفین آن د حکومت لوړو ادارو لکه ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت ته لاره مومي او هلته خلک وژني، چې د کمروزتيا نه، بلکې د ځواکمنتيا نښې نښانې دي. جنرال امان زياتوي:
«د کورنیو چارو وزارت سلاکاران د خپل دفتر په منځ کې وژل کیږي، د ملي امنیت ریيس باندې بريد تر سره کيږي. که دې ته کمزورتيا ووايو، نو سمه خبره به نه وي. دا به د خلکو سترګو ته د خاورو شیندل وي.»
په عین حال کې د ایساف ځواکونه وایي چې دوی د روان کال لپاره د پلازمېنې د امنیت خوندي کولو په خاطر له افغان ځواکونو سره خپل حمایوي رول ته دوام ورکوي.
د ایساف آلماني جنرال ګونتر کتز په کابل کې وويل چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د انتقال بهير دوام لري. په پسرلي کې به افغان ځواکونه د هېواد ټولي امنیتي چارې پر غاړه واخلي ځکه چې هغوی اوس غښتلي دي او دا وړتیا لري.
د ولسمشر دستور
په دې وروستيو کې ولسمشر حامد کرزي د کابل د ګاونډیو ولايتونو چارواکو ته دستور ورکړ چې خپلې ټولې امنیتي نیمګړتیاوې که هغه د پرسونل او یا هم د وسایلو له اړخه وي، بشپړې کړي د دې لپاره چې ترهګر له پروان، میدان او لوګر ولایتونو څخه پلازمینې ته ورنه شي.
وروستي امنیتي راپورونه ښيي چې کابل د هغو ترهګرو له لوري تر برید لاندې راځي چې په همدې دریو ولایتونو کې کوچنۍ ځالې لري.