1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آمازون ځنګلونه د له منځه تللو په حال کې دي؟

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د ځنګلونو له منځه وړلو په هکله شميرنې ښيې چې د آمازون په سیمه کې دغه کار په بې سارې چټکتیا سره د پراخیدلو په حال کې دی. کارپوهان په دې کار کې د برازیل جمهور ریس پړ ګڼي.

https://p.dw.com/p/3RKTA
Brände im Amazonas-Gebiet
انځور: Getty Images/AFP/J. Laet

,د يوه برازیلي بنسټ د خپرو شویو شميرو له مخې د تير کال په پرتله په آمازون سیمه کي پرله پسې پنځه مياشتې، ځنګل وهنه د روان کال، په  سپتمبر کې په ډيرې چټکۍ سره د پراخيدلو په حال کې ده. کارپوهان د روان کال په تیرو نهو میاشتو کي د ځنګلونو ۹۳ سلنه  ويجاړولو څخه خبر ورکوې.

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې چې د برازیل د څيړنو  ملي موسسې (INPE) د شمیرو په حواله يې ورکړی دی، د ۲۰۱۹م کال له جون تر سپتمبر مياشتي پورې شا او خوا ۸۵۴  کيلومتره مربع د آمازون ځنګلونه ويجاړ شوي دي.

د برازيل ملي موسسي دغه راز خبر ورکوي چې په آمازون کې ځنګل وهنه يوازي په سپتمبر میاشت کې د تیرکال په پرتله ۹۶ سلنه زياته شوې.

څيړونکي او د چاپيريال ساتنې فعالان د برازيل ښې اړخه جمهور رئیس د خپلو »وران کارو« سیاستونو له کبله ګرم ګڼې.

د يو بنسټ مسئول چې په آمازون کې د ځنګل وهنې د نقشې جوړول پرغاړه لري، رويترز ته وويل: «د تیرکال په پرتله ځنګل وهنه دوه برابره زیاته ترسره کيږی. فکر کوم د دی دليل هغه پيغام دی چې جمور رئیس (بولسونارو) يې استوي.»

Brasilien Rodungen im Tropischen Regenwald
انځور: picture-alliance/Balance/Photoshot

 

د آمازون په ځنګلونو کی پراخې اورلګيدنې

د آمازون په ځنګلونو کي د ۲۰۱۹م کال په دوبې کې پر پراخو اور لګيدنو باندې اروپايي دولتونو څو څو ځلې انتقاد کړی دی. دوي د برازيل د جمهور رئیس ناسم اقدامات چې له اروپا سره د آزادې سوداګرۍ په برخه کي يې د محدوديتونو په اړه کړي، ګوته نیولي.

د چاپيريال ساتني فعالانو په آمازون کې له  چاپيريال څخه ساتنه، په خاصه توګه د لرګو صنعت ته جرات ورکولو په برخه کې پر جمهور رئیس د وران کارو سیاستونو له کبله انتقاد کړی.

د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون د برازیل جمهور رئیس بولسو نارو د ځمکې د تودوښي په تړاو اړوندو بحثونو کي »په دروغ ويلو« تورن کړی دی.

د نړۍ تر ټولو غټ بارانی ځنګلونه

آمازون د نړۍ تر ټولو ستر ځنګلونه لري چې د سویلي امريکا په شمال کې دې او هغه د ځمکې د سږو په نوم هم ياديږي. د آمازون ډير ځنګلونه د برازيل او پيرو په خاوره کې واقع دي.