آلمان کې افغانانو پر وړاندې قضايي تحقیقاتو زور اخیستی دی | اروپا ته مهاجرت | DW | 06.01.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

آلمان کې افغانانو پر وړاندې قضايي تحقیقاتو زور اخیستی دی

په ۲۰۱۷ کال په آلمان کې د تروريستي فعاليتونو په تړاو، افغان مهاجرو پر وړاندې قضايي تحقيقاتو زور اخيستی دی. افغان مهاجرو پر وړاندې اړوند ۲۹۹ مورده قضايی تحقيقات پر لاره لويدلي دي.

آلمان کې د تير ميلادي کال د لمړيو لسو مياشتو په دننه کې د بهرنيو اتباعو پر وړاندې په ټوليزه توګه د قضايي تحقيقاتو، ۹۵۲ دوسيې خلاصې شوي دي. دغه معلومات د د آلمان حکومت د «آلمان له پاره د بديل» ګوند (اې. اف. دې) د پوښتنې په ځواب کې ورکړي، کوم چې د جمعې په ورځ خپاره شوي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې آلمان کې د افغان مهاجرو پر وړاندې ۲۹۹ مورده قضايي تحقيات ترسره شوي دي. دغه تحقيقات، د يوې تروريستي ډلې سره د غړيتوب او يا هم د يوې تروريستي ډلې د جوړيدو په تور ترسره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د افغان مهاجرو پر وړاندې يوازې ۲۲ مورده قضايي تحقيقاتو شتون لرود.

همدا ډول د ۱۰۳ پاکستانيو او ۱۸۰ سوماليايي اتباعو پر وړاندې هم تحقيقات ادامه لري. له دې ډلې څخه يو شمير کسانو يې په خپله په داوطلبانه توګه ځانونه د آلمان پوليسو ته معرفي کړي دي چې په دې ترتيب يې پر وړاندې قضايي دوسيې پيل شوي دي.

مهاجر خپله ځان تروريستان معرفي کوي

د آلمان د زاکسن ايالت د عدلي چارو وزير سبستين ګيمکوف، چې د مسيحي دموکرات ګوند (سي. دي. يو) څخه دی، په سپتمبر مياشت کې يې رپوټ ورکړ، چې د هغو پناه غوښتونکو شمير مخ په ډيريدو دی کوم چې ځانونه داسې معرفي کوي چې دوی په خپل هيواد کې جنګيالي او یا هم د يوې جنګيالۍ ډلې غړي ول. دغه افراد داسي انګيري چې په دې کار سره به يې د قبولۍ چانس زيات وي. سوريايي مهاجر بيا په اکثرو موارد کې په آلمان کې د ميشتو نورو سوريايي مهاجرو له لوري معرفي کيږي.



د آلمان فدرالي حکومت د معلوماتو پر اساس، د تيرکال په لمړيو لسو مياشتو کې د سوريايي مهاجرو پر وړاندې ۱۶۲ مورده قضايي تحقيقاتو ادامه لرله. تر هغه يو کال دمخه دغه شميره ۶۳ مورده وه.

د آلمان لويې څارنوالۍ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ مياشتي له لمړۍ د نوامبر مياشتې تر لمړيو پورې، په دوو مواردو کې د دعوا اقامه وکړه. ۳۹۹ دوسيې ايالتونو ته سپارل شوي دي او ۴۶۰ دوسيې تړل شوي دي.

 

د «آلمان له پاره بديل» ګوند يوازې د تورنو بهرنيانو په اړه پوښتنه کړې وه. د آلمان په پارلمان (بوندس تاګ) کې د دغه ګوند استاځي انتون فریزن وويل: «دغه وحشتناک ارقام ثابتوي چې زموږ د هيواد پولې په بشپړه توګه د آلمان فدرالي حکومت له کنترول څخه بهر دي.»