آلمان ښايي د افغانانو يوه بله ډله هم اخراج کړي | آلمان او نړۍ | DW | 06.10.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

آلمان ښايي د افغانانو يوه بله ډله هم اخراج کړي

آلمان به د سه شنبې په ورځ د هغو افغانانو يوه بله ډله هم اخراج کړي چې د پناه غوښتنه يې رد شوې ده. دغه خبره د کډوالۍ د چارو يوه افغان چارواکي کړې ده.

دا به د هغو افغانانو د ايستلو ۲۸مه جوپه وي چې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر مياشتې راهيسې له آلمان څخه اخراجيږي. دغه ډول اخراج په آلمان کې ناندرئيز هم ګڼل کيږي، ځکه چې منتقدين وايي دغه جنګ ځپلی هېواد ډېر خطرناک دی او پناه غوښتونکي بايد ورته ستانه نه کړل شي. ملکي کسان په عام ډول د طالبانو او اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلو هدف ګرځي. 

د ملګرو ملتونو په حواله د سږ کال د جنورۍ او جولای مياشتو تر منځ ۱۳۶۶ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي.

Symbolbild - Abschiebung (picture-alliance/dpa/M. Kappeler)

له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو مهاجرو اخراج دوام لري

تېره مياشت لږ تر لږه ۸۰ تنه په کابل کې د اسلامي دولت نومې ډلې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي ول. څه باندې ۱۸۰ تنه د چارواکو په حواله په دغه پېښه کې ژوبل شوي هم ول.

dpa/NS/AWA     
 

اعلان