1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان نړیوالو ماموریتونو ته څومره لیوال دی؟

وولفگانگ ډيک / احمدولي اڅکزی۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

آلماني سیاستوالانو ويلي چي غواړي هیواد یې په نړیوالو مسؤلیتونو کي پیاوړې ونډه ولري، حتی په پوځي ماموریتونو کي هم. متحدینو د آلمان په بهرني سیاست کي له دغه بدلون څخه ستاینه کړې او تعجب کوي چي د دغه بدلون وجه څه ده.

https://p.dw.com/p/1BEUi
انځور: picture-alliance/dpa

د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه په بروکسل کي د مرکزي افريقا د جمهوريت د پوځي ماموريت لپاره کنفرانس پلان سوی دی. د دغه ماموريت لپاره تر اوسه لا د ۱۰۰۰ عسکرو اړتيا سته. خو آلمان پدې ترڅ کي صرف د لوژستيکي مرستو خبره کړې ده

آلماني سياستوالو د تېرو اونيو خبرو اترو په اروپايي اتحاديې، ناټو او ملگرو ملتونو کي نوي هيلي راپيدا کړې. دا هيلي پدې تړاو دي چي ښايي آلمان د دې وروسته په نړۍ والو پوځي ماموريتونو کي زياته ونډه واخلي. دا هيلي د هغه وروسته رامنځ ته سوې کله چي د آلمان د دفاعي چارو وزيري اُرزولا فون دېر لاين، وويل چي د آلمان پوځ اوس هم زيات امکانات لري. دغې آلمانۍ وزيري د روانو پوځي ماموريتونو تر څنگ په نورو پوځي ماموريتونو کي د ونډه اخيستلو امکان نه ؤ رد کړی.

د آلمان بهرنيو چاروسياست په ټولنه کی د امنیتی سیاست او د اتلانتیک د پوری غاړی د اړیکو کارپوهه يانا پوگله رين، وايي چي د آلمان حکومت په خپلو څرگندونو سره تر خپلو امکاناتو څخه لوړې ژمني وکړې. نوموړې زياتوي چی آلمان « په بهر کی ډیر انتظارونه را وپارول - حتی په سترو ماموریتونو کي د ونډي لپاره هم.» دغې کار پوهې یادونه وکړه چي په حقیقت کي آلمان د هغه څه لپاره ژمنه وکړه چی اصلا په توان کي يې نه دي. نوموړې وايي چي آلمان له دې سره « تر یوی کچی ځان خپله لغړ کړ.»

« نړيوال مسؤليتونه» او پوځي ماموريت

نوموړې کارپوهه وايي چي آلماني سياستوالو د زياتو امکاناتو درلودلو خبري وکړې او وروسته بېرته د دغو خبرو څخه پر شا سول. د روان کال ۲۰۱۴م د جنورۍ مياشته په آخره کي چي کله د آلمان په ميونشن کي نړۍ وال امنتي کنفرانس جوړ سوی ؤ، نو د آلمان ولسمشر هم پدې تړاو خبري وکړې. يوآخيم گاوک په خپله وينا کي وويل چي آلمان بايد د خپلو نړيوالو مسؤليتونو د تر سره کولو په ترڅ کي د بهرنيو پوځي ماموريتونو څخه هم پر شا نه سي.

د آلمان سياستوالو يادي څرگندونې د داسي نظر د را منځ ته کېدو لامل سوې چي گواکي د آلمان د بهرنيو چارو په سياست کي بدلون راغلی دی.

د سولي د چارو کارپوه او څېړونکی ماتيا ديمبينسکي، د HSFK په نوم مؤسسې سره کار کوي. د نوموړي په وينا د دوی د مؤسسې څېړنو ښودلې چي د پوځي مداخلو له لاري په وسله واله لانجو کي د تاوتريخوالي کچه نه ټيټيږي. د نوموړي په وينا دوی په بعضي مواردو کي حتی موندلي چي نظامي مداخلې د لانجو د لا خونړۍ کېدو سبب گرځېدلي دي.

د دريځ تصحيح

خو د آلمان د بهرنيو چارو د سیاست د مؤسسې کارپوهه يانا پوگله رين، وايي چي د آلمان د بهرنيو چارو په سياست کې هومره بدلون ندی راغلی لکه چي په نړۍ والو ملگرو کي چي يې هيلي راپورته کړي دي.

نوموړې وايي چي د بیلګی په توګه د آلماني سياستوالو څرگندونو په امريکايي رسنيو کي داسي انعکاس رامنځ ته کړ چي گواکي آلمان په نظامي توگه زيات مسؤليتونو ته چمتو دی. خو ډیر ژر يې په خپل دا ډول څرګندونو کي اصلاحات راوستل :« هغوی په خپلو مرکو کي وویل چي میلیتاریزم د هغوی سیاست نه دی، بلکه د پخوا په شان دفاعی سیاست غوره گني.»

پوگله رين وايي چي آلمان به د دې وروسته هم په بهرنيو پوځي ماموريتونو کي خپله ښکېلتيا تر بهرني عسکرو تر روزنې، لوژيستکي ملاتړ او ورته ډگرونو پوري محدوده وساتي.