آلمان ـ د مهاجرت اداره په دندو کې پاته راغلې
۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبهآلمانۍ ورځپاڼې «نويه اسنابروګر څايتونګ» د شنبې ورځ په ګڼه کې د آلمان د مهاجرت ادارې د يوه محرم سند پر حواله ليکلي دي، چې حاضردمه د ټول آلمان په کچه د مهاجرو د منلو اکثره څانګې، ابتدائي او د تصميم نيونې مرکزونه ندي توانيدلي چې خپلو ټاکل شويو اهدافو ته لاسرسي ومومي.
په دغه رپوټ کې د بيلګې په توګه د جولاي مياشتې د لمړنۍ اوونۍ نوملړ ته اشاره شوې ده. د دغه نوملړ له مخې، د آلمان د مهاجرت ادارې کارکونکي توانيدلي دي چې په دغې موده کې د مهاجرو د پناه غوښتنې او په اړه يې د پريکړې کولو په موخه، ۱۲ زره ۹۱۳ مرکې ترسره کړي.
د ټاکل شويو مقرراتو له مخې، د مهاجرت ادارې له کارکونکو څخه تمه کيږي چې په ورځ کې په اوسط ډول درې مرکې ترسره او د درې نيمو دوسيو په اړه پريکړې وکړي. خو دغه ارقام ښيي چې دوي ايله پر دې توانيدلي چې ورځ کې دوه مرکې ترسره او د پناه غوښتنې پر دوه نيمو دوسیو پريکړې وکړي. په دې اساس د آلمان د مهاجرت ادارې کارکونکي د ټاکل شوي پلان پر يوازې دوه دريمې برخه بريالي کيږي.
د يادې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د آلمان د مهاجرت ادارې د ۶۶ څانګو څخه يوازې ۳ يې په دې بريالۍ شوي دي چې د ټاکل شوي پلان مطابق خپل کارونه پر مخ يوسې.
منتقدين له مودو راهيسې پر دې موضوع نيوکه کوي. دوی وايي د لوړ اهداف ټاکل، د دې سبب ګرځي چې پرکارکونکو فشار زيات او ونشي کړاي د مهاجرو دوسيې په لازم غور سره وڅيړي. د دغې ادارې د پرسونل شورا هم ويلي دي چې دې سره ښايي کارکونکي اړ شي تر څو خپل کارونه برسيرن له سره تير کړي.
د کيڼ اړخ ګوند څخه د کورنيو چارو کارپوهه اولا يلپکه هم په دې اړه نيوکه کوي، هغې د «اوسنابروګر سايتونګ» ورځپاڼې ته وويل: « دغه ارقام ښيي چې هغه اصول چې د آلمان د مهاجرت ادارې د سياسي انګيزو له مخې ټاکلي دي، د لاسرسۍ وړ نه وي... د همدې کبله په کار ده چې هغه له پامه وغورځول شي».
ميرمن يلپکه د خپلو خبرو په دوام وویل چې دغه کار د دې سبب واقع کيږي چې د مهاجرو د دوسيو څيړنې په عادلانه توګه ترسره نشي.
په ورستيو مياشتو کې د مهاجرو دوسيو او په اړه يې د نه پريکړو کولو په هکله د يو لړ ناغيړيو رپوټونه ورکړل شول. د روان کال په پسرلي کې معلومه شوه چې د فرانکو په نوم يو آلماني سرتيري د آلمان په مهاجرت اداره کې ادعا کړې وه چې سوريايي مهاجر دی او د پناه غوښتنه يې منل شوې وه. پر فرانکو آ تور دی چې د تروريستي بريد ترسره کولو هوډ يې لرود.