1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي چې له اتریش سره پر پوله کنترول ختم کړي

۱۳۹۵ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د آلمان او اتریش پر پوله ښایي په نزدې راتلونکې کې کنترول له منځه ولاړ شي. دا چې د مهاجرو هجوم مخ پر کمیدو دی، نو د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر غواړي په می میاشتې کې دغه کنترول پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1IQ1H
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، له اتریشۍ راډیو «او آر اف» سره په مرکه کې ویلي دي چې آلمان به د مهاجرو د کړکیچ له کبله د اتریش پر پوله رامنځ ته شوی کنترول ډیر ژر لیرې کړی کړي.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي که چیرې د مهاجرو شمیر همداسې کم پاتې شي نو د مې میاشتې تر ۱۲ نېټې وروسته به د پولې د کنترول موده و نه غځول شي. د دیمیزیر په خبره همدا اوس له اتریش سره پر پوله اقدامات ځڼدول شوي او د پولیسو په شمیر کې کموالی راوستل شوی دی.

د مهاجرو سترې څپې ته په کتو سره د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشتې کې په مؤقتي توگه دغه کنترول پیل شوی وو.

ایټالیې او بلغاریې ته نظر اچول

په وروستیو وختونو کې د پناه غوښتونکو په شمیر کې په اصطلاح د بالکان د مسیر د بندیدو له کبله په څرگند ډول کموالی راغلی دی. دیمیزیر له نوموړې اتریشۍ راډیو سره په خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د تيښتې دغه لار (بالکان مسیر) «پای ته رسیدلي».

د دیمیزیر په خبره اوس دا خبره مطرح ده چې مخ پر وړاندې وکتل شي او د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ شوی تړون تطبیق شي، څو د ایټالیې او بلغاریې له لارې د بدیلو مسیرونو د رامنځ ته کیدو مخه ونیول شي.

توماس دیمیزیر ویلي دي چې اروپايي ټولنه به له شمالي افریقایي هیوادونو سره هم د مهاجرو د بیرته استولو په هکله داسې تړونونه لاسلیک کړي لکه له ترکیې سره چې یې کړي دي. د مهاجرو په سیاست کې دیمیزیر د ویانا او برلین تر منځ اختلاف ختم بولي. د فبروري میاشتې کې توماس دیمزیر د بالکان د مسیر د بندیدو له کبله پر اتریش نیوکه کړې وه.

اوس هم د لیسبوس او د آژه سمندرگي په نورو ټاپاگانو کې په زرونو کډوال بند پاتې دي. د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ یو تړون تطبیق شو او هغه مهاجر چې په یونان کې یې د پناه کومه غوښتنه نه وه کړې په کښتیو کې ترکیې ته واستول شول. د بشري حقونو سازمانونو دغه پلانونه د ډله ایزو استولو په توگه غیر قانوني بللي دي.

د ایستلو پر ضد د نه خوړو احتجاج

د سه شنبې په ورځ ترکیې ته د مهاجرو د استولو په بهیر کې ځنډ رامنځ ته شو. اوس ویل شوي دي چې د چهارشنبې د ورځې له پاره له یونان څخه ترکیې ته د نورو ۲۰۰ مهاجر استول د انقرې د معلوماتو له مخې د یونان په غوښتنه درول شوي دي. په پام کې ده چې دغه لړۍ بیرته د جمعې په ورځ پیل شي. په دې ترڅ کې د یونان په زاموس ټاپو کې شا او خوا سلو مهاجرو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.

یوه پاکستاني مهاجر د فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی غواړي چې ترکیې ته يې له استولو څخه ډډه وشي. د هغه په خبره له دغه ځای څخه یوازې دوی پاکستان ته استول کیږي. دغه کس په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي دي چې دوی په آلمان کې د پناه غوښتنه کول غواړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب