آلمان د پوليسو د روزلو لپاره لانورې پيسې ورکوی | افغانستان | DW | 16.11.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

آلمان د پوليسو د روزلو لپاره لانورې پيسې ورکوی

برلين: د آلمان په پارلمان کې د ۲۰۰۸ کال دلپاره د بودجيی په مشورتي غونډه کې تصميم ونيول شو، چې په ژاتلونکې کال کښې به په افغانستان کې د پوليسو روزلو لپاره تر اوسه لازياتي پیسې تخصيص ورکول کېږي.

default

په راتلونکې کال کښې به د دغه کار لپاره ۳۵ اعشاريه ۷ ميليونه ايرو ولگول شی، حال دا چې تر اوسه پوری د آلمان حکومت هر کال دوولس ميليونه ايرو ځانگړي کړي وي.

د آلمان د بهرنيو چارو وياند خوښې څرگنده کړی او وويل:
« یوازی له دی لارې څخه کولای شو چې افغان پوليس داسی وروزو چې په راتلونکې کښې په خپله د خپل ملک او خلکو امنيت وساتلی شی.«