آلمان د «يو شمير مهاجرو د احتمالي جنګي جنايتونو» په اړه څيړنه کوي | اروپا ته مهاجرت | DW | 08.03.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

آلمان د «يو شمير مهاجرو د احتمالي جنګي جنايتونو» په اړه څيړنه کوي

آيا آلماني ادارو د يو شمير مهاجرو له خوا د ترسره شوو احتمالي جنګي جنايتونو په تړاو ترلاسه شوي اطلاعات له پامه غورځولي؟ د آلمان د کورنيو چارو وزير وايي چې سپارښتنه يې کړې ده چې د دغې موضوع په اړه تحقیقات وشي.

 د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر په دې اړه د يوه «دقیق رپوټ» د وړاندې کولو غوښتنه کړې، چې آيا آلمانۍ ادارو د يو شمير مهاجرو له خوا د «زرونو داسې نخښو نښانو» په اړه چې د احتمالي جنګي جنايتونو پر ارتکاب دلالت وکړي، تحقیقات کړي او که نه.

د آلمان د کورنيو چارو وزير په عين وخت کې چې دغه سپارښتنه يې کړې، ويلي يې دي چې دا يوه طبيعي خبره ده چې امنيتي ادارو به د دغې موضوع په تړاو چې کوم اطلاعات تر لاسه کړي، ارزولي دي.

د زيهوفر په وينا، هغه مهاجر چې پر جنګي جنايتونو باندې تورن دي، په اړه يې شواهد او نخښې نښانې لومړیتوب لري.

 آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» رپوټ ورکړی دی چې د «آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې» يا بامف، د ۲۰۱۴م کال څخه نيولې د ۲۰۱۹م کال تر جنورۍ پورې شاوخوا پنځه زره داسې نخښې نښانې چې هغه د «نړيوالو حقونو له مخې جرم ګڼل کيږي» د آلمان د جنايي جرمونو ضد ادارې ته سپارلي دي.

د بيلد، د رپوټ له مخې د آلمان د کورنيو چارو وزارت دغه اطلاعات د آلمان په پارلمان کې د آزاد دیموکرات ګوند د يوه استازې د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي. ورځپاڼه زياتوي چې شاوخوا دوه زره ورته نور دغه ډول لومړني معلومات د نورو ادارو له خوا هم د آلمان د جنايي جرمونو ضد ادارې ته سپارل شوي دي. خو د بيلد ورځپاڼې په رپوټ کې ټيڼګار شوی دی چې دغې ادارې يوازې د ۱۲۹ موردو په اړه تحقيقات ترسره کړي دي.

هورست زيهوفر په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو له وزيرانو سره په ليدنه کې ويلي دي چې دی به د دغې موضوع په تړاو کتبي ځواب ته منتظر پاتې شي او له هغه وروسته له موضوع څخه عمومي افکار باخبره او بيا به د «شواهدو او نښو نښانو» په اړه معلومات خپاره کړي.