آلمان د يوه نوي افغانستان – کنفرانس جوړولو ته چمتو دی
۱۳۹۷ بهمن ۲۴, چهارشنبهد «Tagesspiegel» ورځپاڼې د يوه رپوټ په حواله د آلمان حکومت دې ته چمتو دی چې د افغانستان په هکله د سولې يوه نوي کنفرانس کې د گډون له پاره وسله وال طالبان هم آلمان ته را وغواړي.
ورځپاڼې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري ۱۳) په خپل يوه رپوټ کې ويلي چې دا خبر یې د هغه لیک پر بنسټ خپور کړی چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د پارلمان غړو ته استول شوی دی.
ورځپانې د یاد شوي سند په حواله چې د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» ته هم رسيدلی دی، ويلي چې آلمان «چمتووالی ښوولی چې د ښکيلو اړخونو په خوښه د سولې د يوې پروسې د پلي کولو په برخه کې خپل خدمات وړاندې کړي. د مثال په توگه د بن د «پيترسبيرگ» په څير يو بل کنفرانس د مذاکراتو له پاره په مناسب پړاو کې راوبولي او په دغه کنفرانس کې طالبانو ته هم د گډون بلنه ورکړي.»
په ۲۰۰۱ م کال کې د بن د «پيترسبيرگ» په ماڼۍ کې د افغانستان د بيلا بيلو ډلو د پاېداره حکومتي جوړښتونو له پاره پر مقرراتو توافق وکړ. په بن او برلين کې بيا د افغانستان په هکله نور کنفرانسونه هم جوړ شول.
د رپوټ په حواله د آلمان د بهرنيو چارو وزارت پر دې سربيره له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو د عواقبو په هکله هم څرگندونې کړي. په دغه لیک کې ويل شوي چې که چيرې امريکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ساحه ديره زیاته محدوده کړي نو د آلمان حکومت به په افغانستان کې خپل پوځي نقش په بنسټيز ډول تر ارزونې لاندې ونیسي.
د آلمان حکومت دا «له امکان څخه لیرې نه گڼي چې امریکا متحده ایالات خپل پوځي ماموریت د راتلونکې سولې د بهیر د هلو ځلو څخه جلا کړي او له خپلو شریکانو سره پرته له اړینې سلا مشورې څخه قسما او یا هم په بشپړه توگه له افغانستان څخه ووځي.»
خو په دغه لیک کې زياته شوې چې په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموریت راتلونکې له «سياسي او عملي لحاظه په يوې باوري او له هر لوري په ښې سنجول شوې همکارۍ پورې تړلی دی» خو له افغانستانه د امريکايي عسکرو د احتمالي قسمي اخراج موضوع به په لومړي سر کې د آلمان د پوځ د ماموريت د مودې پر غځولو اغيز ونه لري.
د آلمان د خبري آژانس د سه شنبې د ورځې د معلوماتو پر اساس د مارچ له ۳۱ څخه وروسته د آلماني پوځ د ماموریت د سرتیرو په اوسني کابو لوړ۱۳۰۰ پوځیانو شمیر کې به کوم بدلون را نه شي.
آلمان د ۲۰۱۵م کال راهيسې په افغانستان کې د ناټو د «پریکړنده ملاتړ» ماموريت مرسته کوي او په کې د روزنيز ماموريت له لارې برخه لري. دمگړۍ څه نه څه ۱۲۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کې میشت دي. د دې ماموريت پر تمديد د چهار شنبې په ورځ (د فبروري ۱۳مه) په کابينه کې بحث کيږي.
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستې وختو کې په تکرار سره څرگنده کړې چې غواړي په افغانستان کې خپل ماموريت محدود او یا آن په بشپړه توگه هغه پای ته ورسوي. دمگړۍ یې له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې د دې شخړې د سياسيي حل هڅې رواني دي.