1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: د چړې په برید کې د ټپي شوي پولیس وضعیت ښه نه دی

۱۴۰۳ خرداد ۱۲, شنبه

د آلمان پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې په منهایم ښار کې د اسلام ضد ښي اړخي پاکس اروپا د غونډې په ترڅ کې د ټپي شوي پولیس سرتیري وضعیت لا هم ترینګلی دی. د چړې په دغه برید کې د یوه پولیس په شمول شپږ تنه ټپیان شوي ول.

https://p.dw.com/p/4gWUU
 د چړې په دغه برید کې د یوه پولیس په شمول شپږ تنه ټپیان شوي ول.
د چړې په دغه برید کې د یوه پولیس په شمول شپږ تنه ټپیان شوي ول. انځور: Timm Reichert/REUTERS

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جون میاشتې په ۱) د آلمانپولیسو خبر ورکړ چې په منهایم ښار کې د پرون ورځې د چړې په برید کې د ټپي شوي پولیس سرتیري روغتیايي وضعیت لا هم ترینګلی دی. د چړې دغه برید په دغه ښار کې د پاکس اروپا ډلې له لوري، چې د اسلام ضد او یوه ښي اړخي ډله ده، د غونډې پر ګډونوالو شوی وو. په دغه برید کې د پولیس سرتیري په شمول شپږ تنه ټپیان شوي ول.

تر برید وروسته پولیسو بریدګر په ډزو ویشتلی او امنیتي سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې د بریدګر روغتیايي وضعیت هم ترینګلی دی. د المان د ترهګرۍ ضد اداره اوس د دغې پیښې پلټنه کوي.

چارواکو ویلي چې پرون د جمعې په ورځ په منهایم ښار کې د پاکس اروپا په غونډه کې یوه بریدګر د دې غونډې پنځه ګډونوال په چړې ټپي کړل. ځايي چارواکو زیاته کړې چې بریدګر یو پولیس سرتیری هم په سر باندې د چړې په څو ګوزارونو ټپي کړی. چارواکو ویلي چې د برید ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي او دا چې د ځینو ټپیانو عاجل عملیات هم شوي دي.

د شنبې په سهار د آلمان پولیسو یوه ویاند وویل چې بریدګر په روغتون کې تر عملیاتو وروسته لا هم بې هوښه دی او له همدې کبله ترې اوسمهال پلټنې نه شي کیدی. پولیسو لا تر اوسه د نوموړي هویت مشخص کړی نه دی خو د رسنیو د رپوټونو په حواله بریدګر یو ۲۵ کلن افغان دی چې په آلمان کې ژوند کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د منهایم د برید احتمالي ویډیو لاس په لاس کیږي چې پکې بریدګر لیدل کیږي چې په خلکو او پولیس باندې د چړې برید کوي. په دغه ویډیو کې همدا راز لیدل کیږي چې نور پولیس سرتیري په بریدګر ډزې کوي.

په آلمان کي تر خونړۍ پيښي وروسته د مسلمانانو اندېښنې زياتي سوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب